اطلاعات روز: د اروپایي اتحادیې عدلی محکمې حکم کړی چې د افغان ښځو د پناه غوښتنې منلو لپاره یواځې د هغوی د جنسیت او مليت په پام کې نیول کافي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دا حکم نن (جمعه، ۱۳ د تلې) وروسته تر هغې صادر شوی چې د اتریش د دولت له خوا د دوو افغان ښځو پناه غوښتنه رد شوې وه.
په دې حکم کې راغلي، دا ثابتول ضروري نه دي چې که متقاضی بیرته ستون شي نو په افغانستان کې به له ځورونې او اذیت سره مخ شي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اتریش دولت د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کلونو پر همال د افغانستان د دوو ښځو د پناه غوښتنه رد کړې وه.
د دې رسنۍ په وینا، دې ښځو په اتریش کې د محکمې پرېکړه وننګوله او وروسته دې محکمې د اروپا له عدلي محکمې څخه د حکم غوښتنه کړې وه.
تر اوسه د اتریش حکومت د اروپایي اتحادیې د عدلي محکمې د حکم په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا حکم په داسې حال کې صادر شوی چې طالبانو پر افغانستان په بیا واکمنېدو سره ښځې او نجونې له تعلیم او کار څخه محرومې کړې او په ټولنه کې یې د هغوی پر حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په اساس، دې ډلې د ښځې ټول بدن پټول لازمي ګڼلي او د ښځې غږ یې «عورت» بللی او له همدې وجې یې له کوره دباندې د هغې د غږ اوریدل منع کړي دي.