اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو پرمهال شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۱۳ د تلې) د کامې ولسوالۍ اړوند «دوه سرکې» سیمه کې د یو موټرسایکل او سراچه ډوله موټر ترمنځ ترافیکي پېښه کې موټر سایکل چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د همدې ورځې په جریان کې د کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ اړوند «نوجو» سیمه کې یو کرولا موټر له یوې ونې سره ټکر کړی، چې پرمهال یې یو کس مړ او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.
نوموړي یادو دواړو ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ ښودلی دی.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره د ترافیکي اصول نه مراعات، د موټرو ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.