اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولايت بالابلوک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله دوه کسان مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
د سیمې یو اوسیدونکی رمضان وايي، چې پيښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۵، د تلې) مازدیګر مهال د بالابلوک ولسوالۍ اړوند «بخش اباد» سیمه کې د یو لوکسل موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې په دې پيښه کې پر موټر سایکل سپاره یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او په لوکسل کې ناست لس کسان ټپیان شوي دي.
هغه د ټپيانو د روغتیایي حالت او د پیښې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.
فراه کې ځایی طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هیواد کې ډیری ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ګړندي تګ او خرابو سړکونو له امله رامنځته کېږي.