close

فراه کې طالبانو یو سړی تلاشي ته د نه دریدلو له کبله وژلی

اطلاعات روز: په فراه ولایت کې له لاش‌وجوین ولسوالۍ څخه ځایي سرچینې وايي چې طالبانو یو سړی د تلاشي ځای ته د نه دریدلو له‌امله ویشتلی او وژلی دی.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې وژل شوی سړی «الله‌نظر» نومیده او عمر یې ۳۵ کاله ښوول شوی.

د سرچینې په وینا، دا سړی تیره شپه (شنبه، ۱۴ د تلې) د لاش‌وجوین ولسوالۍ په «شمس‌آباد» کلي کې پر موټرسايکل سپور و او د خپل کور په لور روان و. کله چې یې د طالبانو د تلاشي ځای ته پام ونه کړ، د دې ډلې له خوا ویشتل شوی او وژل شوی دی.

د فراه طالب مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې څو ځله خلک په تلاشي ځایونو کې هدف ګرځولي او وژلي دي.

د خلکو په وینا، طالبان چې اوس د امنیتي ځواکونو په توګه عمل کوي، نا مسلکي او سخت چلند کوي.