close
© UNHCR/Caroline Gluck

د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیساري: د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر ښځو رواني فشار زیات کړی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمسارۍ دفتر وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کېدو په دې هیواد کې پر ښځو رواني فشار زیات کړی دی.

دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۱۹ د تلې) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د دې قانون تر توشیح کېدو وروسته ډېری ښځې د «ناهیلۍ، خپګان او غوسې» احساس کوي.

طالبانو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دې ډلې د مشر له لوري د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړی او نافذ کړی دی.

د دې قانون پر بنسټ، د ښځې د ټول بدن پټول لازمي او د ښځې غږ «عورت» دی او له کوره دباندې یې اورېدل منع شوي دي.

د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ له راپور سره سم، د رواني ناروغانو شمېر هم د روان میلادي کال له لومړیو څخه بیا تر اوسه د ۴۰ او ۵۰ سلنې تر منځ زیات شوی دی.

د ښځو او نجونو پر خلاف زیاتېدونکي محدودیتونه، د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی او په کلي توګه د خلګو د اقتصادي وضعیت بدوالی د ناروغانو د زیاتېدو عوامل بلل شوي دي.

همدا راز په دې راپور کې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د افغانستان د بشرپالې ځوابي برنامې په استناد ویل شوي چې رواني اندېښنو د افغانستان تر نیمایي زیات وګړي اغېزمن کړي او له هرو پنځو تنو یو په سخت رواني کړاو اخته دی.

دې بنسټ ویلي چې د زلزلې په شمول طبيعي افتونو او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو جبري اخراج د ټولنې رواني ستونزې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ ویلي چې په ټول افغانستان کې افرادو ته د رواني-ټولنیزو خدماتو د وړاندې کېدو ملاتړ کوي، خو لا زیاتو خدماتو ته اړتیا ده.

دې بنسټ ویلي چې په ځانګړې توګه ښځې له نه منلو وړ فشار سره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ ویلي چې د رواني روغتیا د خدماتو د پیاوړي کولو لپاره یې یوه درې کلنه برنامه تیاره کړې او د روان کال پر مهال د رواني او ټولنیزې روغتیا په فعالیتونو کې تر ۳۵ زره زیاتو وګړو په فردي او ډلییزه توګه ګډون کړی دی.

تر دې وړاندې هم نړیوالو بنسټونو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دې هیواد کې د رواني ناروغیو د زیاتېدو خبر ورکړی و.

د دې ناروغیو د زیاتېدو اصلي عوامل د طالبانو محدودوونکي سیاستونه، اقتصادي فشارونه، د فقر د کچې لوړوالی او د راتلونکې په تړاو ناهيلي بلل کېږي.