اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون اته کسان د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د کونړ د مرافعه محکمې لپاره د طالبانو رییس مولوي عزیز الرحمن حقاني وايي، دا کسان نن (پنجشنبه، ۱۹ د تلې) د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد کې د طالب مسوولینو، ځوانانو، قومي مشرانو او نورو عامو وګړو پر وړاندې په دُرو وهل شوي دي.
حقاني زیاتوي، چې په دغو کسانو کې پنځه تنه د غلا، یو کس د لواطت او دوه تنه نور چې یوه مېرمن او یو سړی دی له کور څخه د تېښتې له امله مجرمین پېژندل شوي، چې د دُرو سزا ترڅنګ په بند هم محکوم شوي دي.
د ده په وینا، چې په دغو کسانو کې یو تن په درې کاله بند او شل دُرو، بل په یو کال بند او شل دُرو، دوه تنه نور په اووه میاشتو بند او شل ـ شل دُرو، یو تن بل د غلا په جرم په ۱۵ ورځو بند او ۱۵ دُرو، یو بل د لواطت په جرم په ۱۶ ورځو بند او لس دُرو او یوه مېرمن او یو سړی له کور څخه د تېښتې په جرم په دوه ـ دوه کال بند او ۳۹ دُرو په سزا رسول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې زرګونه کسان په عام محضر کې په تعزیري سزا رسولي، چې د بشر حقونو فعالان د طالبانو دغه کړنه بشر ضد عمل یادوي.