اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ويلي چې د افغانستان وګړي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سیاستونو له وجې د رواني روغتیا له کړکېچ سره مخ دي.
دې نن (جمعه، ۲۰ د تلې) پر ایکس ليکلي: «د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت زه غواړم د طالبانو د تهدیدوونکو او افراطي سیاستونو له وجې پاملرنه د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د رواني روغتیا کړکېچ ته واړوم. موږ ټول باید د هغوی د حقونو په مبارزه کې د هغوی ملاتړ وکړو.»
د اکتوبر ۱۰ د رواني روغتیا نړیواله ورځ نومول شوې ده.
په افغانستان کې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ دفتر پرون هم د یوه راپور په خپرولو سره ويلي و چې د طالبانو امر بالمعروف قانون په دې هیواد کې د ښځو پر رواني روغتیا فشار نور هم زیات کړی دی.
د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د دفتر له راپور سره سم، د دې قانون تر توشیح کېدو وروسته ډېری ښځې د «ناهیلۍ، خپګان او غوسې» احساس کوي.
له دې راپور سره سم، د روان میلادي کال پر مهال د رواني ناروغانو شمېر د ۴۰ او ۵۰ سلنې تر منځ زیات شوی دی.
د ښځو او نجونو پر خلاف لګېدلي محدودیتونه، د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی او د خلګو د عمومي اقتصادي وضعیت بدتروالی د ناروغانو د شمېر د زیاتېدو عوامل ګڼل شوي دي.
په دې راپور کې همدا راز ویل شوي و چې رواني خپګان د افغانستان تر نیمایي زیات وګړي اغېزمن کړي او له هرو پنځو تنو یو یې له سختو رواني ستونزو کړېږي.
دې بنسټ ویلي و چې د زلزلې په څېر طبیعي افتونو او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو جبري شړلو د ټولنې رواني ستونزې تشدید کړې دي.