اطلاعات روز: د خیبرپښتونخوا په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د پښتنو د «قومي عدالت» رابلل شوې جرګه نن (جمعه، د اکتوبر ۱۱) د جمعې تر لمانځه وروسته پیلېږي او ټاکل شوې ده چې د درو ورځو لپاره به دوام وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي چې د جرګې لپاره د چمتووالي په خاطر ټاکل شوې چې جرګه د جمعې تر لمانځه وروسته پیل شي.
تر دې وړاندې په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني ایالتي حکومت ویلي و چې په خیبر کې د پښتنو جرګې ته اجازه نه ورکوي او په عین مهال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د مرکزي حکومت له لوري غیر قانوني غورځنګ اعلان شوی و او د هغه پر هر ډول ټولنیز فعالیت یې بندیز لګولی.
پر ټولنیزو رسنیو له خپرو شویو ویډیوګانو او خپرو شویو راپورونو سره سم، تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ او د خیبرپښتونخوا ایالت د اعلی وزیر علی امین ګنډاپور تر منځ پېښور ته څېرمه په جمرود کې مذاکرات هم شوي دي چې ډېر جزییات یې نه دې رسنیز شوي خو د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ پر خپل ایکسپاڼه لیکلي و چې د مذاکراتو په ترڅ کې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د جرګې جوړېدو ته اجازه ورکړې ده.
تر دې وړاندې د جرګې پاکستاني امنیتي ځواکونو د جرګې په ډګر او ګڼو نورو سیمو کې د جرګې پر منتظمینو او لاریونوالو ډزې کړې وې چې له امله یې څلور تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۲ تنه نور ژوبل شول.
د پاکستان د حکومت له لوري په ګڼو سیمو کې لارې بندې شوې دي، مګر پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په ډلو-ډلو خلګ په جرګه کې د ګډون لپاره پیاده را روان دي.
ټاکل شوې ده چې دا جرګه به درې ورځې دوام ولري او شاوخوا ۳۰زره کسان ورته رابلل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مسوولینو په وینا، په دې جرګه کې د ښځو په شمول د پښتنو د هرې طبقې خلګو ته بلنه ورکړل شوې او ګډون به پکې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي چې تر جرګې وړاندې یې ټولو پښتني سیمو ته شاوخوا ۶۰۰ ټیمونه لېږلي وو، تر څو هلته د جګړو په ترڅ کې د پېښو شویو ورانیو، وژنو او ورکو شویو انسانانو ارقام راټول کړي. د نوموړي په وینا، دا او ورته نور مسایل به د جرګوالو په وړاندې ږدي او هغوی به پرېکړه کوي.