اطلاعات روز: په لغمان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي خبر ورکوي چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزي ویلي، پېښه نن (یکشنبه، ٢٢ د تلې) تر غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «مشالی تنګی» سیمه کي د «ټوډی» او «کرولا» ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې.
د د ده په وینا، د پیښي ټپیان د ښې درملنې په موخه ننګرهار ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او ډاکترانو د یوه تن روغتیایی وضعیت نازک ښودلی دی.
تر دې یوه اوونۍ وړاندې هم د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې پر مهال د یوې ښځې په ګډون ٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په هیواد کې وخت ناوخته ترافيکي پېښې د هیوادوالو ژوند اخلي چې تر ډېره حده یې لامل د ترافيکي اصولو نه مراعتول، د لارو خرابوالی او زیات سرعت ګڼل کېږي.