close
NARA & DVIDS Public Domain Archive

د لوږې نړیوال شاخص؛ په افغانستان کې د ماشومانو قدونه ټیټ شوي

اطلاعات روز: د لوږې نړیوال شاخص په خپل نوي راپور کې ويلي چې له نایجیریا سره یو ځای افغانستان هغه هیواد دی چې په زیاته کچه پکې د ماشومانو قدونه ټیټ شوي دي.

له دې راپور سره سم چې تازه خپور شوی، په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ۴۴.۶ سلنه ماشومان تر خپل عمر په قد کې کم شوي دي.

د لوږې نړیوال شاخص ويلي چې د ماشومانو د قد د ټیټوالي لامل حاده خوارځواکي ده.

افغانستان د ۲۰۲۴ کال د لوږې په نړیوال شاخص کې د ۱۲۷ هیوادونو تر منځ په ۱۱۶ درجه کې دی او ۳۰.۸ نومرې لري.

له دې راپور سره سم، افغانستان په «جدي توګه» له لوږې سره مخ دی او ۳۰.۸ سلنه نفوس یې له خوارځواکۍ سره مخ دی.

همدا راز د لوږې د نړیوال شاخص په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان تر پنځه کلنۍ کم ۳.۸ سلنه ماشومان تر خپل عمر کم وزن لري او ۵.۸ سلنه ماشومان تر پنځه کلنۍ وړاندې مري.

له دې راپور سره سم، په افغانستان کې خوراکي امنیت د جګړې، اقتصادي بې ثباتۍ او طبيعي ناورینو له وجې چې کرهڼه او مرسته رسونه زیانمنوي، وخیم شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته د لوږې په نړیوال شاخص کې د افغانستان امتیاز لوړ شوی او لامل یې د لوږې د کچې لوړوالی دی.

له دې راپور سره سم، په افغانستان کې کورنۍ د خوراک د کمښت له وجې اړې دي چې سختې ستراتېژۍ وکاروي.

د لوږې نړیوال وضعیت

د لوږې د نړیوال شاخص په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په نړیواله ګچه د لوږې په کمښت کې کم پرمختګ شوی دی او تر ۲۰۳۰ کال پورې د «صفر کچې لوږې» هدف ته د رسېدلو لرلید «ډېر بد» دی.

د ۲۰۲۴ کال پر مهال د نړیوالې لوږې شاخص ۱۸.۳ تعیین شوی چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله لږ کم دی او ډېر کم پرمختګ ښيي.

له دې راپور سره سم، ګڼو نړیوالو او دوامدارو ننګونو غریب هیوادونه او وګړي سخت زیانمن کړي او جوړښتیزه نابرابري یې زیاته کړې.

له دې راپور سره سم، دا ننګونې په لوړه کچه وسلوالې نښتې، د اقليمي بدلونو زیاتېدونکې اغېزې، د داخلي خوراکي موادو لوړې بیې، د بازارنو اختلالات، د ټیټو او متوسطو عاید لرونکو هیوادونو لوړې قرضې، په عاید کې نابرابري او اقتصادي رکود.

په دې راپور کې ویل شوي چې په غزې او سوډان کې جګړو په نړۍ کې کاختي زیاته کړې او استثنايي غذایي کړکېچونه یې را پیدا کړي دي.

له دې راپور سره سم، له دې سره-سره د کنګو د ډیموکراټیک جمهوریت، هایتي، مالي او سوریې په څېر هیوادونو کې داخلي ناندرۍ هم د خوراکي کړکېچ د را منځ ته کېدو لامل دي.

په دې راپور کې همدا راز د غذا د حق نقض او جنسیتي تبعیض په بېلابېلو هیوادونو کې د لوږې د کچې د زیاتېدو عوامل بلل شوي دي.

د لوږې نړیوال شاخص د مسوولیت منلو تقویه، خوراک ته د لاسرسي په برخه کې د نړیوالو قوانینو رعایتول، د جنسیتي تبعیض له منځه وړل، اقتصادي شوکونو او کړکېچونو ته پر وخت ځواب ویل، له اقليمي بدلونو سره مقابله، د زیانمنو ټولنو له پیاوړي کولو سره مرسته او د عمومي سرچینو برابر وېش په نړۍ کې د لوږې د کچې د کمولو حل لارې یادې کړې دي.