په بادغیس کې ځایي سرچینې وایي چې د بادغیس – فاریاب پر لار پر یوه مسافر وړونکي «فلانکوچ» ډوله موټر «نامعلومو وسلوالو» ډزې کړې او له امله یې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د سرچینو په وینا، دا برید پرون مازیګر (پنجشنبه، ۲۶ د تلې) ترسره شوی او قربانیان یې ټول د بادغیس خلګ دي.
سرچینې وایي چې د دې پېښې دوه قربانیان د طالبانو غړي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا موټر له بادغیس څخه فاریاب ته روان و.
پر دې موټر د برید دقیق ځای نه دی معلوم، خو یو شمېر سرچینې وایي چې دا برید د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوې ده.
په بادغیس او فاریاب کې د طالبانو مسوولینو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دې ویلي.
تر اوسه هیڅ ډلې او یا فرد د دې برید مسوولیت نه دی منلی.