نيمروز ولايت کې سلمانیان شکایت کوي، چې د طالبانو د پرله پسې محدوديتونو له امله یې کارونه په ټپه دریدلي او ګڼ شمیر سلمانیان اړ شوي، چې له خپل کسب لاس واخلي او د یو بدیل کاروبار په لټه کې شي.
په دې ولایت کې د سلمانیانو د اتحادې يو غړی چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وایي چې درې کاله وړاندې په نيمروز کې د سلمانيانو شمير تر ۱۲۰ پورې رسيده، خو په خبره یې چې د طالبانو بیاځل حاکمیت سره د دغې ډلې د امربالمعروف د بندیزونو له کبله دغه شمیر ۷۰ ته راښکته شوی دی.
هغه زیاتوي، په دې ورستيو کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د قانون په توشیح سره د دوی پر کارونو محدوديتونه لا زيات شوي دي.
د سلمانیانو د اتحادې د یاد غړي په وینا: «زموږ په ولايت کې ۳ کاله ترمخه د سلمانيانو شمير ۱۲۰ ته رسيده، خو په دغه دريو کلونو کې چې محدوديتونه زيات شوي دغه شمير راښکته شو اوس که سم حساب کړل شي تر ۷۰ زياتط د سلمانيو هټۍ او کار ځايونه نشته که کارونه دغه ډول په ټپه ولاړ وي راتلونکي کې به يې شمير نور هم کم شي اساسي لامل يې محدوديتونه دي چې پر خلکو لګول شوي دي، پر خلګو لګول شوي محدوديتونه په مستقيم ډول زموږ په کارونو اغيز اچوي.»
نیمروز کې د محمد علي په نوم يو بل سلمان وايي، چې د طالبانو لخوا لګول شویو محدوديتونو د دوی ورځنۍ چارې له ډيرو ستونزو سره مخ کړي او نه شي کولای په کافي اندازه ګټه ترلاسه کړي.
نوموړی زیاتوي، چې دغلته د طالبانو د امرلمعروف رياست کارکوونکو ورته ويلي، چې د ږيرې خریلو په ګډون دې د ټولو هغه ډول ويښتانو د جوړيدو څخه لاس واخلي چې سټايلي وي او د بهرنيو هېوادونو څخه يې نمونې راوړل شوي دي.
د محمدعلي په وينا، چې اوس مهال دوی يوازې د خلکو ږيرې اصلاح کوي اود عامو خلکو ويښتان د امربالمعروف ریاست د قوانينو په رڼا کې جوړوي، خو په خبره یې چې عام خلک بیا د طالبانو لخوا ټاکل شوی سټایل نه خوښوي او د ځانګړي سټایل د جوړولو غوښتنه کوي.
هغه وویل: «په هرې سلمانۍ کې يوه پاڼه چې مادې پکې ذکر شوي د امربالمعروف رياست لخوا څخه ځای پرځای شوې، موږ نه شو کولای چې د دغه مادو خلاف د خلکو د سرونو ويښتان جوړ کړو خلک په هغه ډول ويښتان چې په دغه مادو کې ذکر شوي نه خوښوي، د دې وجې زموږ کارونه ډير زيات پيکه شوي، که داسې درته ووايم چې د پخوا په رقم ۵۰ سلنه کارونه نشته دي.»
بلخوا يو شمير نيمروزي ځوانان وایي، چې د طالبانو امربالعروف کارکوونکي یې په ورځنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د دوی د محدويتونو لاندې ژوند تيرول ورته سخت شوي دي.
د بشیراحمد په نوم يو ۲۵ کلن ځوان چې ايران هېواد ته يې هم څو ځله د تګ هڅه کړې، وايي چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې د طالبانو لخوا لګول شويو محدوديتونو ديته اړ کړی چې هېواد پريږدي.
نوموړی نیمروز کې د طالبانو د امربالمعروف رياست څخه غوښتنه کوي چې پر عامو خلکو او کارځايونو دې لګول شوي محدوديتونه لېرې کړي.
دغه ځوان وویل: «زموږ د ژوند په ډيرو کارونو کې دوی موږ ته لارښوونې کوي د دغه وضعيت له لاس څو ځله مې غوښتل ايران هېواد ته ولاړ شم، خو کورنۍ اجازه نه راکوي که امربالمعروف پر خلکو دغه محدوديتونه کم کړي ډير خلک به بهرنيو هېوادونو ته د تګ کولو هڅه ونه کړي.»
يو شمير ټولنيز فعالان هم د امربالمعروف د نوي قانون د پلي کیدو په اړه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې په کوچنيو موضوعاتو کې دې عام خلک نه ځوروي.
د محمدعظيم په نوم يو افغان ځوان چې دا مهال په جرمني کې اوسيږي د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د ږیرې او نورو موضوعاتو پرځای دې د ټولنې اساسي ستونزې راواخلي او د خلکو زړونه دې خپل کړي.
هغه وويل: «په ډيرو ځايونو کې ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري په داسې حال کې چې زده کړې فرض دي، خو دوی تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې حل لاره ورته پیدا کړي په ښار کې د توکو نرخونه لوړ دي چې دغه کړنه خپله په منکر عمل کې راځي دوی ته په کار ده چې پر داسې اساسي موضوعاتو کار وکړي.»
د معلوماتو له مخې طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د ښه پلي کيدو په موخه د هیواد په سویلي ولايتونو کې خپلو کارکوونکو ته سيمنارونه جوړ کړي او ټينګار یې کړی چې دغه قانون په بشپړ ډول پر خلکو عملي کړي.