د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ایران په سرحدي سراوان سیمه کې د افغان وګړو د «ویشتلو» په تړاو د بشپړو او رڼو پلټنو او په دې تړاو د ځواب ویلو غوښتنه کړې.
اغلې امیري نن (جمعه، ۲۷ د تلې) پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې په دې تړاو راپورونو سخته اندېښمنه کړې ده.
دې زیاته کړې: «کوم کسان چې له سختې ځپنې په تېښته دي، له هغوی سره باید په عزت او انسانیت چلند وشي؛ نه نور خشونت او ځورونه.»
په وروستیو ورځو کې راپورونه ورکړل شول چې په لسګونو افغانان چې غوښتل یې ایران ته قاچاقي ولاړ شي د سیستان او بلوچستان په سرحدي سراوان سیمه کې د ایراني پوله ساتو له لوري په ډزو وژل شوي دي.
په دې اړه دقیق جزییات معلوم نه دي خو ایراني چارواکو د لسګونو افغانانو وژل کېدل رد کړي.
طالبان وایي چې د ایران او پاکستان پر پوله د لسګونو افغانانو د وژل کېدو د ادعا په تړاو یې پلاوی ګومارلی چې پلټنې وکړي.
د طالبانو د ویاند دفتر ویلي چې د دې ډلې پلاوی په دوامداره توګه هڅه کوي چې ژر تر ژره موضوع روښانه کړي.