اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) وایي، چې په افغانستان کې له هر څلورو کسانو درې تنه د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر کرنه متکي دي.
دې سازمان نن (یکشنبه، ۲۹ د تلې) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال یې د ۵۵ زره او ۷۵۰ کورنیو ملاتړ کړی او په دې سره يې د هغوی څاروي خوندي او د هغوی خواړه يې هم تضمین کړي دي.
د افغانستان لویه برخه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
دا هېواد په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخ دی.
په ورته وخت کې د سېلابونو په څېر د اقلیمي بدلونونو له امله راپیدا شويو بحرانونو د کرنې او مالدارۍ سکتور ته جدي زیانونه اړولي دي.