close

ایرانی چارواکی: له افغانستان او پاکستان سره پر پوله د دیوال جوړول د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره دي 

اطلاعات روز: د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان احمدعلي ګودرزي ویلي چې د ناقانونه کډوالۍ او د مالونو د قاچاق په ځانګړې توګه د سونتوکو او مخدره موادو د قاچاق مخنیوی له افغانستان او پاکستان سره پر پوله د دیوال جوړولو اهداف دي.

نوموړي نن (یکشنبه،۲۹ د تلې) ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې ایران غواړي په ټولو سرحدي ولایتونو کې دیوال جوړ کړي، خو «د انتظامي او نظامي زیانونو د ارزونې په ځانګړې توګه د مخدره توکو او کډوالۍ په برخه کې، دا مهال لومړیتوب له پاکستان او افغانستان سره د ایران پوله ده.»

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان زیاته کړې چې دې هیواد ته د ۸۰ سلنه مخدره توکو قاچاق له افغانستان او پاکستان سره د دې هېواد له پولو ترسره کېږي.

دا څرګندونې د هغو راپورونو تر خپرېدو یوه اونۍ وروسته خپرېږي چې ښووله يې نږدې ۲۶۰ افغان مهاجرین د پاکستان او افغانستان په پوله کې «وژل شوي» دي.

د راپورونو پر اساس، دې مهاجرینو په ناقانونه توګه ایران ته د تګ هڅه کوله چې د دې هېواد د سرحدي ځواکونو له خوا پرې ډزې شوې دي.

ایراني چارواکو پر افغان مهاجرینو ډزې رد کړي او طالبانو ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي.