اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د تندر لویدو په پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
په سیمه کې یوې سرچینې وویل، چې تېره شپه (جمعه، ۲۵ د لړم) د سپین غر ولسوالۍ په «سنګر باغ» سیمه کې د یو کلیوال د خوب پر کوټه تندر غورځېدلی، چې پرمهال یې یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي او د کورنۍ یو بل غړي یې بیا خپل ژوند بایللی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې کلیوالو خلکو د پېښې ټپیان لومړی د شینوارو شډل روغتیایي مرکز ته او بیا له هغه ځایه د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د درملنې په موخه لیږدولي چې ډاکټرانو د ځینو روغتیایي حالت نازک بللی دی.
ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس هم خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د تندر لوېدو په پیښه کې د یوې کورنۍ څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یاد اژانس په یوه خبر کې څرګنده کړې، چې دغه پېښه تېره شپه د سپین غر ولسوالۍ اړوند «وچکوټ سنګر باغ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ډیر کله دا ډول پېښې د بارانونو پرمهال رامنځته کېږي چې له کبله یې هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.