کونړ او نورستان کې د تېر جمهوري نظام سرتېري شکایت کوي، چې د طالبانو استخبارات یې د داعش او «ملي مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور نیسي او زور زیاتی ورسره کوي.
دوی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هېڅ بوختیا او له هېڅ ډلې سره اړیکې نه لري، خو طالبان یې وخت ناوخت استخباراتي ادارو ته ور غواړي او هلته یې په بېلابېلو پلمو ځوروي.
د پخواني نظام سرتېري دغه راز نیوکه کوي، چې د طالبانو د عمومي بښنې خبرې هم تش تبلیغات دي او له تېرو درېیو کلونو راهیسې په کونړ او نورستان کې ګڼ پخواني نظامیان نیول شوي، بندیان شوي، شکنجه شوي او حتی په مرموز ډول وژل شوي هم دي او دا لړۍ لا روانه ده.
۴۰ کلن عبدالستار چې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د پخواني جمهوري نظام پرمهال یې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې د طالبانو د استخباراتو له لوري له ناسم چلند سر ټکوي.
دی وايي، د پخواني جمهوري نظام له پرځېدو وروسته یې د بلې بوختیا نه ده موندلو له امله په خپله کرونده کې کار کوي، خو طالبان یې له داعش ډلې سره د همکاریو په پلمه ځوروي.
دی زیاتوي، چې څو ځلي د طالبانو استخباراتو له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور د جبري اعتراف په موخه بندي شوی هم دی، چې بیا وروسته د ځايي خلکو په منځګړتوب او ضمانت له بنده خوشې شوی دی.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبان چې واک ته رسېدلي استخباراتو یې کوم شل ځل غوښتی یم، هر وخت رانه پوښتنې او تحقیقات کوي، کله راپسې کور ته راځي، وايي داعش سره اړیکې لرې، همکاري ورسره کوې، زه هېڅ مصروفیت نه لرم، یوازې په خپلو پټیو کې فصل کرم، همدې کې مصروف یم، نه داعش سره سروکار لرم، نه بلې ډلې سره نه حکومت سره، یوازې خپله غریبي کوم؛ خو دوی راته حتی د بندي کولو او وژلو اخطارونه هم راکوي، درې ځلې یې بندي کړی یم په زور به یې را باندې اعتراف کاوه؛ خو ما کې ګناه نه وه اعتراف مې نه کاوه، شکنجه کولم به یې، خو بیا د قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو مې ضمانت کاوه خوشې به یې کړم.»
پخواني نظامیان دغه راز نیوکه کوي، چې د طالبانو د مشر له لوري د تېر جمهوریت نظامیانو ته د عمومي بښنې خبرې هم تش تبلیغات دي، چې هر وخت د پردې تر شا پخواني پوځیان په یوه او بله پلمه ځورول کېږي.
د دوی په خبره، له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې کونړ کې ډېری پخواني نظامیان له داعش سره د اړیکو، د وسلو په تور او د یو شمېر ځايي طالبانو د شخصي عقدو له امله نیول کېږي، بندیان کېږي، شکنجه کېږي او حتی یو شمېر خو په مرموز ډول وژل شوي هم دي.
د پخواني جمهوري نظام د کومانډو یو افسر چې نه غواړي هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «چې کله هم جمهوریت چپه شوی، طالبانو کونړ کې ډېر بد حال را اخېستی، پخواني نظامیان نیسي، وايي تاسې ولې پخوا وظیفې کړې، کله وايي چې داعش سره اړیکې او همکاري لرئ، کله وايي وسلې مو پټې کړي؛ خو مونږ نه وسلې راوړي، نه داعش او نورو ډلو سره همکاري لرو، کله مزدوري کوو، کله کروندو کې کار کوو، خو دوی پخواني نظامیان غواړي، بندي کوي یې، شکنجه کوي یې او حتی ډېری وخت یې وژني، چې بیا یې عاملین هم معلوم نه وي.»
پخواني نظامیان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د عمومي بښنې په برخه کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په یوه او بله پلمه دې د تېر حکومت د پوځیانو له ځورونې لاس واخلي.
دوی په ورته مهال پر نړۍ والو ادارو هم غږ کوي، چې د افغان پخوانیو سرتېرو د ژوند خوندیتوب په موخه دې له دوی د ملاتړ ترڅنګ پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو د دوی له ځورونې لاس په سر شي.
د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار اوسېدونکی او د پخواني جمهوري نظام یو سرتېری د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د طالبانو مشر هسې د خلکو د غولونې لپاره عمومي بښنه اعلان کړې، دا بښنه هېڅ نه ده تطبیق شوې، هر وخت پخواني نظامیان ځورول کېږي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې له دغو کارونو دې لاس واخلي، ځکه دا به دوی ته په لوی سرخوږي بدل شي، باید نړۍ وال هم زمونږ د ژوند خوندیتوب لپاره خپل غږ پورته کړي، همداسې مو پرېنږدي، بشري حقونه باید زمونږ لپاره غږ پورته کړي.»
بل لور ته په غربي نورستان کې د تېر نظام یو شمېر نظامیان شکایت کوي، چې طالبان یې له «ملي مقاومت جبهې» سره د اړیکو او همکارۍ په تور ځپي.
دوی وايي، له هېچا سره یې د طالبانو ضد اړیکې نشته؛ خو دا ډله یې د شخصي عقدو له مخې ځوروي او پر دوی یې د ژوند کړۍ تنګه کړې.
د غربي نورستان د نورګرام ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې د تېر جمهوریت پرمهال یې د پولیسو په لیکو کې دنده کړې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ډېر وخت طالبان د پخوانيو نظامیانو کورونه تالاشي کوي، نیسي یې بندیان کوي یې، شکنجه کوي یې، وايي تاسو له مقاومت ډلې سره همکاري کوئ، مونږ له هېچا سره اړیکې نه لرو، دوی باید زمونږ له ځپلو لاس واخلي، ځکه دا عقدې بیا د افغانستان نسل نسل ته پاتې کېږي او د غچ اخېستنې دا ترخه لړۍ به همداسې دوامداره پاتې شي.»
موږ هڅه وکړه، چې د پخواني جمهوري حکومت د نظامیانو د شکایتونو او ستونزو په تړاو کونړ او نورستان کې د طالبانو د ځايي مسوولینو نظر هم واخلو، خو له پرله پسې هلو ځلو وروسته بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
کونړ او نورستان کې د تېر حکومت د نظامیانو شکایتونه او نیوکې داسې مهال را پورته کېږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو پلمو پخواني نظامیان نیولي، بندیان کړي، شکنجه کړي او حتی وژلي هم دي.
غوښتنې دا دي، چې طالبان دې د پخوانیو نظامیانو پر وړاندې د بښنې پر ژمنو عمل وکړي او د دوی پر وړاندې دې له زور زیاتي لاس واخلي او خپل خلک دې وګڼي.