اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په لاش جوين ولسوالۍ کې «نامعلومو» کسانو یوه ښځه په مرۍ خفه کړې او وژلې ده.
د فراه په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ښځه تېره شپه (شنبه، ۲۶ د لړم) د شپې ۱۰:۳۰ بجې د لاش جین ولسوالۍ اړوند د «قلعه آباد» په سیمه کې وژل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې نامعلومو کسانو په یاده سیمه کې دغه میرمن چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی په مرۍ خفه او وژلې ده.
د سرچینې په خبره، وژل شوې میرمن د مرکز فراه ښار ولایتي روغتون ته انتقال شوې، خو تر اوسه یې خپلوان نه دي موندل شوي.
فراه کې ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې ډیر کله دا ډول پیښې د کورني تاوتریخوالي او ناموسي عواملو له کبله رامنځته کېږي.