close
Photo: RTA

د طالبانو د امربالمعروف مامورینو په کابل کې یوه ښځه او یو سړی نیولي دي

اطلاعات روز: د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د دغه وزارت «محتسبینو» په کابل کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور نیولي دي.

دغه وزارت نن (دوشنبه، ۲۸ د لړم) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د کابل ښار له پنځمې ناحیې څخه نیول شوي دي.

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت زياته کړې، چې دغه دوه تنه له لومړنيو څيړنو وروسته د طالبانو عدلي اوقضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو امربالمعروف مامورینو تر دې مخکې هم څو ځله په کابل کې د «اخلاقي فساد» او «نامشروع اړیکو» په تور د خلکو د نیولو خبر ورکړی و.

له کله نه چې د طالبانو مشر د امربالمعروف قانون توشیح کړی د دغې ډلې د امربالمعروف مامورینو له لوري د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو د خلکو نیول زیات شوي دي.