close
Photo: Pakistani Medias

د چین ځانګړي استازي او پاکستاني چارواکو د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازي یوشیایو یونګ اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د دې هیواد له چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي یونګ نن (دوشنبه، ۲۸ د لړم) له مرستیالې آمنې بلوڅ او د دې دوزارت د افغانستان او لوېدیځې اسیا له مسوول احمد نسیم ورایچ سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دواړو لورو د افغانستان په تړاو خبرې کړې «او د سولییز او باثباته افغانستان لپاره یې د ګاونډیو هیوادونو پر رول ټینګار کړی دی».

د چین ځانګړي استازي تر اوسه پاکستان ته د خپل سفر او د هغه د اهدافو په اړه څه نه دي ويلي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چین له دې ډلې سره نژدې اړیکې لري او د دې ډلې ډیپلوماټ یې رسما په بیجینګ کې د سفیر په توګه منلی دی.

خو پاکستان په دې موده کې له طالبانو سره کړکیچنې اړیکې لرلې دي او په ځلونو د سرحدي مسایلو پر سر له دې ډلې سره په شخړه اوښتي.