close
Photo: @tomas_niklasson

اروپایي اتحادیې په پکتیا کې د طالبانو له لوري د یوه سړي اعدامېدل وغندل

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د طالبانو له لوري د پکتیا ولایت په مرکزي لوبغالي کې د یوه سړي اعدامېدل وغندل.

ښاغلي نیکلسون نن (دوشنبه، ۲۸ د لړم) پر ایکس ټولنیزې شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اروپايي اتحادیه هر وخت او په هر ډول شرایطو کې د اعدام له مجازاتو سره مخالفه ده.

ده زیاته کړې چې په عام محضر کې اعدام بشري حقونو ته د افغانستان له نړیوالو تعهداتو سره په ټکر کې دي او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق (ای سي سي پي ار) د شپږمې او اوومې مادې له مخې د انساني کرامت سپکاوی او نقض دی.

ښاغلي نیکلسون ویلي چې اروپايي اتحادیه په افغانسان کې د عادلانه او منصفانه محاکمې غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې ښځې او نارینه باید مدافع وکیل ته لاسرسی ولري.

طالبانو د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ یو تن چې په «قصدي قتل» تورن و، د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار په مرکزي لوبغالي کې په عام محضر کې اعدام کړ.

دا کس د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدين حقاني، د طالبانو د کډوالو وزارت د سرپرست خلیل الرحمان حقاني او د دې ډلې د یو شمېر نورو چارواکو او «زیات شمېر» خلګو په شتون کې اعدام شو.

دا شپږم اعدام دی چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په عام محضر کې پلی کړی دی.

دې ډلې تر دې وړاندې یو تن په فراه، دوه تنه په غزني، یو تن په لغمان او یو تن په جوزجان کې په عام محضر کې اعدام کړي وو.