اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د «ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي د ختمولو د نړیوالې ورځې» په مناسبت وایي چې د افغانستان ښځې په پرلپسې توګه څلورم کال هم د طالبانو له لوري له تر ټولو بد تبعیض او «سیسټماټیکې سوء استفادې» سره مخ دي.
دې بنسټ نن (دوشنبه، ۵ د لیندۍ) ویلي چې سږ کال به «د جنسيتي تاوتریخوالي پر خلاف د فعالیت د ۱۶ ورځني» کلني کمپاین له لارې د افغان ښځو پر خلاف تاوتریخوالی ډاګیز کړي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د دې کمپاین پر مهال به په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر دوامدار نقض تمرکز وشي، د افغانستان د ښځو او نجونو او د بشري حقونو د مدافعینو غږ به منعکس کړي او د طالبانو د پوښتلو په تړاو د نړیوالې ټولنې د وادار کولو لپاره به خپله نړیواله غوښتنه وړاندې کړي.
دې بنسټ د نړۍ له خلګو غوښتي چې په دې کمپاین کې دې ورسره مله شي او د افغانستان له ښځو او نجونو سره دې خپل پیوستون وښيي.
د «جنسيتي تاوتریخوالي پر خلاف ۱۶ ورځنی» نړیوال کمپاین هر کال د ملګرو ملتونو د سازمان او د بشري حقونو د بنسټونو له لوري د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي د ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نومبر پر ۲۵ پیلېږي او د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې چې د ډسمبر ۱۰مه ده، دوام کوي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د ښځو پر حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي او هغوی یې له کار او زده کړو څخه محرومې کړې دي.
دا ډله په دې موده کې د ښځو په ځپلو تورنه ده او د هغوی پر خلاف د جنسي تاوتریخوالي په شمول په ګڼو خشونتونو کې ښکېله بلل شوې.