close
انځور: د طالبانو دفاع وزارت

هند ته د کندهاري طالبانو نږدېوالی او د حقاني شبکې چوپتیا

خالد محمدي

هند په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په احتیاط او ارامۍ نږدې کېږي. نوی ډيلی د کندهاري طالبانو پر محور طالبانو ته نږدې کېږي او هغوی له هند سره د ګرمو ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکي دي او بشري او پراختیايي مرستې ترې غواړي. البته د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه چې د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره سنتي اړیکې لري، له هند سره په خبرو کې څنډې ته شوی دی.

طالبانو په کابل کې د افغانستان په چارو کې د هند د ځانګړي استازي جي پي سينګ په مشرۍ د هندي پلاوي هرکلی کړی او هغه په دې سفر کې د دې ډلې له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د جي پي سینګ درېیم سفر دی او وړاندې یې یوازې له امیر خان متقي سره کتلي و.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي يعقوب مجاهد جي پي سینګ ته د ډالۍ په ورکولو سره افغانستان ته د هندي پلاوي د سفر هرکلی کړی دی. د طالبانو دفاع وزارت د تېرې لړم میاشت په ۱۶مه نیټه اعلان وکړ چې مولوي يعقوب په خپل کاري دفتر کې له هندي پلاوي سره ليدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. د دې وزارت په اعلامیه کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی؛ «په دې کتنه کې دواړو اړخونو د اړیکو پر پراختیا په ځانګړې توګه په بشرپالو او نورو برخو کې پر همکاریو ټینګار کړی او د افغانستان او هند ترمنځ د تعاملاتو د پیاوړي کولو لېوالتیا څرګنده شوې.»

کابل او نوی ډيلی د طالبانو د حکومت پرمهال هیڅ ډول دفاعي او امنیتي تړون نه لري. د جمهوري نظام پرمهال هند افغان نظامیانو ته روزنه ورکوله او په تسلیحاتي برخه کې یې هم همکاري کوله.

وړاندې د افغانستان په پخواني کورنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و چې طالبان د مهماتو له کمښت سره مخ دي او د پخوانیو نظامیانو د وسلو امبارونه یا هم مصرف شوي او یا هم قاچاق شوي دي. د طالبانو پر حکومت څه دپاسه درې کاله اوړي، خو تراوسه هیڅ هیواد هم په رسمي توګه په تسلیحاتي او نظامي برخه کې له طالبانو سره همکاري نه ده کړې.

شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې مولوي يعقوب له ۱۸نیوز هندي رسنۍ سره په مرکه کې له دې ډلې سره د نوي ډيلي د ډیپلوماټیکو او دفاعي اړیکو د شروع کېدو غوښتنه کړې وه. ملا یعقوب ويلي و: «د دفاعي اړیکو تر پیلېدو وړاندې لومړی شرط د ښو ډیپلوماټیکو لرل او د هغو مخته وړل دي. کله چې موږ صمیمانه او ډیپلوماټیکې اړیکې ولرو، موږ به دفاعي اړیکو ته هم چمتو یو.»

د افغانستان په پخواني حکومت کې نظامیانو او حتا ځانګړو نظامي ځواکونو په هند کې زده کړې کړې وې او د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته دا نظامیان په هند کې وو، خو نوي ډيلي دا نظامیان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ولېږل. د تېر کال د سلواغې میاشتې پرمهال د دې نظامیانو یوه ۲۰ کسیزه ډله له هند څخه افغانستان ته ستانه شول او د طالبانو د دفاع وزارت یوه پلاوي د کابل په هوايي ډګر کې د هغوی هرکلی وکړ او په دې وزارت کې یې د هغوی د استخدامولو ژمنه وکړه، خو د طالبانو په امنيتي، دفاعي او استخباراتي برخه کې د هغو نظامیانو د استخدام هیڅ خبر نه دی ورکړل شوی چې په هند کې یې زده کړې کړې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوه ورځ وروسته د جي پي سینګ په مشرۍ له هندي پلاوي سره د امیر خان متقي د لیدنې خبر خپور کړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي و چې امیر خان متقي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د هند د ویزې د ورکړې په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د (د طالبانو د حکومت) د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د هند له بشرپالو مرستو مننه وکړه او په پرمختيايي برخو کې یې د هند ژمنې هیله بښونکې وبللې. د هند ځانګړي استازي وویل چې له افغانانو سره د بشرپالو مرستو ترڅنګ هند پرمختيايي مرستې هم پیل کړې دي او د افغانستان له اړوندو سازمانونو سره یې تخنيکي خبرې روانې دي.»

له هندي پلاوي سره د امیرخان متقي لیدنه/ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپل مېشتځای کې د جي پي سینګ په مشرۍ له هندي پلاوي سره ليدلي. ښاغلي کرزي پر خپل ایکس حساب ليکلي: «په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو پر پخوانیو او تاريخي اړیکو خبرې وشوې او د دواړو اړخونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.»

ښاغلي کرزي د افغانستان له خلکو سره د هند د همکارۍ «درناوی» کړی او د ښوونې او روزنې او سوداګریزو راکړو-ورکړو په برخه کې د همکاریو د پراختیا او همدا راز یې د هند او افغانستان ترمنځ د سفر د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کړې.

نوی ډيلی لېوالتیا لري چې حامد کرزی په طالبانو کې دننه په ځانګړې توګه د کندهار په حوزه کې له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي، ترڅو په افغانستان کې د هغوی د ډیپلوماټیکو فعالیتونو او مرستې رسونې پر وړاندې امنيتي ګواښونه کم شي.

د ۲۰۰۱ کال پرمهال د نړیوال ایتلاف د برید له امله د طالبانو تر پاشل کېدو وروسته هند هڅه وکړه چې له افغانستان سره نږدې اړیکې وساتي. د حامد کرزي د ولسمشرۍ پرمهال نوي ډيلي له افغانستان سره د اړیکو کچه پراخه کړه او په هرات کې د سلما بند په ګډون یې د لویو اقتصادي او زیربنايي پروژو مالي ملاتړ وکړ.

د هند د ځانګړي پلاوي سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي لیدنه/ @KarzaiH/X

د جنوبي او مشرقي طالبانو تقابل

داسې ښکاري چې د کندهار طالبان په ځانګړي توګه مولوي یعقوب او ملا عبدالغني برادر نوي ډيلي ته په نږدې کېدلو سره غواړي چې د افغانستان د پخواني حکومت په څېر پر اسلام اباد د فشار راوړلو ابزار ولري او هم حقاني شبکه چې په سنتي توګه د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ ورسره دی، ګوښې ته کړي.

مولوي يعقوب مجاهد څو ځلې د پاکستاني رسنیو په حضور کې د هیواد پر قلمرو د هوايي بریدونو او له پاکستانه د افغانستان د کډوالو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. ده اسلام اباد ته په خطاب کې ويلي و: «د پاکستان رژیم چې هر کار کوي، نو باید عواقب یې هم وسنجوي او دومره وکري چې رېبلای یې شي.»

که څه هم ځینو شنونکو ویل چې پر پاکستان د طالبانو د دفاع وزیر نیوکه یوازې د عمومي افکارو د کنټرول په موخه شوې، خو د دې ډلې د درې کلن حکومت پرمهال د سراج الدین حقاني په ګډون حقاني شبکې په دې کچه پر پاکستان هیڅ نیوکه نه ده کړې. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته چې هندي پلاوي کوم درې سفرونه کړي دي، د دې پلاوي غړو له سراج الدین حقاني سره نه دي کتلي. هند ظاهرا له پاکستان سره د حقانیانو د نږدې اړیکو له کبله له دې ډلې شبکې سره اړیکې نیولو او تعامل لرلو ته لېوالتیا نه لري.

سراج الدین حقاني د خپلو نظامي ځواکونه ترمنځ/ خواله رسنۍ

د ډیپلوماټیکو اړیکو بیا پیل

د کندهار له مطرحو څېرو سره-سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی هم له هند سره د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي. دی د سردار محمد داوود خان د ولسمشرۍ پرمهال هند ته د زده کړو لپاره ولاړ او د سیمې له هیوادونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي. په کابل کې د هند په سفارت کې یو شمېر هندي ډیپلوماټان مېشت دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د زمري میاشتې پرمهال اعلان وکړ چې تر دریو کلونو وروسته یې د افغانستان وګړو ته د ویزې ورکول پېل کړي دي. دې وزارت ویلي و چې د افغانستان او هند د تاريخي اړیکو له کبله د ویزو د ورکولو پرېکړه شوې ده.

د هند د ویزې ورکړه په انلاین ډول ده، خو د توزیع په برخه کې یې سخت محدودیتونه شته دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم له هندي پلاوي سره په لیدنه کې د ویزو د چټکېدو غوښتنه کړې وه.

په هند کې یوه مېشت کس چې د ویزو د بهیر په اړه معلومات لري اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې ویزه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په همغږۍ ورکول کېږي او د طالبانو ځينې قومندانان او کسان د درملنې په موخه هند ته تګ-راتګ کوي. خو طالبانو په افغانستان کې د هند د شتون په تړاو د پاکستان د حساسیت له کبله دا موضوع په پراخه توګه نه ده رسنیزه کړې.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د حکومت تر پاشل کېدو وروسته هند په دې هیواد کې خپل سفارت او قونسلګرۍ وتړلې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ویزو ورکول بند شول مګر ورو- ورو نوي ډيلي د بشرپالو مرستو د ورکولو له لارې له طالبانو سره د اړیکو ټینګېدل وغوښتل.

د افغانستان پر ډګر نیابتي جګړه

هند او پاکستان په سویلي اسیا کې دوه پخواني سیالان دي او افغانستان د دې دوو هیوادونو د سیالۍ په میدان بدل شوی دی. نوی ډيلی غواړي چې له افغانستان څخه پر اسلام اباد د فشار د یو ابزار په توګه استفاده وکړي، خو د طالبانو پرمهال اسلام اباد افغانستان خپله پشتیبانه بولي. پاکستان د جمهوریت د دوو لسیزو پرمهال په خپل ټول قوت سره د طالبانو او په افغانستان کې د هغوی د جګړې ملاتړ وکړ او په خپل هیواد کې یې ورته روزنځایونه ورکړل. اسلام اباد هیله درلوده چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره به په افغانستان کې متحد او «دوی ته غوږ نیوونکی» حکومت جوړ شي او طالبان به دوه ځواکونه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي ايل اې) چې له دې هیواده بیلتون غواړي، مهار کړي، خو داسې ښکاري چې دې هدف ته نه دی رسېدلی.

دې دواړو ډلو د تېرو دریو کلونو پرمهال د پاکستان د نظامیانو پر خلاف بریدونه په بې مخینې توګه زیات کړي دي. ویل کېږي چې «په افغانستان کې د طالبانو بریالیتوب» ترهګرو ډلو ته الهام ورکړی چې هغوی هم د طالبانو د تګلارې په خپلولو سره خپلو ارمانونو ته رسېدلای شي. د تېر کال د وري میاشتې پرمهال د پاکستان موقت لومړي وزیر انورالحق کاکړ ادعا وکړه چې «د بلوچستان د ازادۍ پوځ» د هند د ادارو مالي ملاتړ لري. نورو پاکستاني چارواکو هم هند د ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړی، خو داسې تورونه د هند له لوري رد شوي دي.

په عین مهال کې هند په کشمیر کې د «جهادي» ډلو د فعالیت په تړاو اندېښنه لري. دا په داسې حال کې چې د طالبانو او د کشميري جنګیالیو ترمنځ پیاوړې ایډیولوژیکې اړیکې شته دي او د طالبانو د لومړي دور حکومت پرمهال د لښکر طیبه او حزب المجاهدین په ګډون د کشميري جنګیالیو کمپونه په افغانستان کې فعال وو. نوی ډيلی نه غواړي چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو نه لرلو تجربه تکرار کړي او له افغانستانه یې ګټې وګواښل شي. له همدې امله هند د کندهاري طالبانو په حوزه کې له طالبانو سره د اړیکو پراخېدل غواړي مګر په افغانستان کې د هند د ډیپلوماټیک حضور زیاتېدل د پاکستان لپاره حساسیت پاروونکې موضوع ده او د اسلام اباد ګټې ګواښي.

پر افغانستان د طالبانو پر واکمنۍ څه باندې درې میاشتې او درې کاله اوړي او په دې موده کې هیڅ هیواد هم د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. په دې وخت کې د طالبانو ټولې هڅې دا وې چې د سیمې له هیوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي ترڅو د لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا له فشار سره مبارزه وکړي.