نيمروز کې يو شمير هغه کورنۍ چې د کورنۍ ښځينه غړې يې په موسېساتو او نورو خصوصي شرکتونو کې په دندو بوختې دي، وايي چې دغلته د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د دغې ډلې د اقتصاد ریاست سره په همغږۍ په موسېساتو او خصوصي شرکتونو کې د بوختو ښځو لیستونه ترتیب کړي او له دې لارې دوی ځوروي او د ښځو د کار پر وړاندې یې خنډونه جوړوي.
د زرنج ښار یو اوسیدونکی چې ځان په مستعار نوم حبیب الله راپیژني، وایي چې خپله بېکاره دی او ښځه یې په یوې موسېسه کې کار کوي، چې له امله یې د طالبانو د امربالمعروف محتسبین هره میاشت د دوی دروازې ته دریږي او د پیغور په ډول ورته وایي «ته شرم نه لرې چې کور کې ناست یې او ښځه دې کار کوي».
هغه وايي، چې څو ورځې وړاندې د ياد رياست يو محتسب د نوموړي کورته ورغلی او د پیغور په ډول يې ورته ويلي چې باید د خپلې ميرمنې په کار کولو شرم وکړي.
حبیب الله زياتوي، چې دا وضعیت د هغه د کورنۍ لپاره ډیر اندېښمنونکی دی او نه پوهیږي چې څه ډول له دې ستونزې ځان خلاص کړي.
نوموړي وویل: «هره مياشت د امرباالمعروف کارکوونکي راځي، دوی يو ځانګړی تقسيم اوقات جوړ کړی دی زما په شمول ټول هغه کسان چې د کورنۍ ښځينه غړې يې په يوې اداره کې په دندو بوختې وي د هغوی کورونو ته ورځي او پیغور ورته ورکوي چې ستا د کورنۍ ښځينه غړې کار کوي او ته شرم نه لري چې کور کې ناست يي هغوی ماته څو ځله وويل ميرمن دې د کار کولو څخه راوګرځوه موږ به تاته دنده پیدا کړو.»
نيمروز کې یو شمیر نورې هغه کورنۍ چې ښځينه غړې يې په ادارو کې په دندو بوختې دي هم د ورته برخليک سره مخ دي او وايي، چې ځینو کورنیو د طالبانو د فشارونو له کبله خپلې ښځې له کار راګرځولي دي.
د زینب په نوم يوه میرمن چې دوه کاله يې په یوې خصوصي اداره کې دنده ترسره کړې، وايي چې د څو مياشتو راهیسې پر کور ناسته ده او خاوند يې نه پريږدي چې دنده ترسره کړي.
نوموړې زیاتوي، چې خاوند يې د طالبانو د امرباالمعروف ریاست د کارکوونکو له خبرو څخه سخت په تنګ شوی و او همدا ځور د دې لامل شو چې خاوند یې نوموړې له کار راوګرځوي.
ياده ميرمن وايي، چې هڅه یې وکړه ترڅو خپل خاوند پوه کړي، خو زياتوي چې خاوند يې ورته ويلي چې په هره څه پوهيږي او نور نه غواړي چې هره ورځ د طالبانو د سپکاوي ډکې خبرې واوري.
هغې وويل: «درې مياشتې کېږي په کور ناسته يم په ډير زخمت مې د پلار په کور کې تعليم وکړ هيله مې درلوده چې يو ښه راتلونکی جوړ کړم کله چې مې واده وکړ په تکليف مې وظيفه پیدا کړه وروسته هره ورځ د طالبانو امربالمعروف رياست کارکوونکي زما خاوند ته راتلل او هغه ته يې زما د دندې پيغورونه ورکول خاوند مې زه د وظيفې څخه راوګرځولم.»
ورته مهال نیمروز کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي چې د طالبانو د امرباالمعروف ریاست په دې ولايت کې يوه کميټه جوړه کړې، ترڅو هغه ميرمنې د کار کولو څخه راوګرځوي چې په موسېساتو او يا هم نورو ادارو کې په کار بوختې وي.
دغه سرچينه زیاتوي، چې ياد کميټه هڅه کوي د يادو کارکوونکو ښځو د کورنيو غړو ته سپارښتنې وکړي او فشار پرې راوړي، ترڅو د کورنۍ ښځینه غړې یې له کار راوګرځوي، چې په وینا یې په دې کار کې تر یوه بریده بریالي شوي او یو شمیر ښځو خپل کار پرېیښی دی.
بلخوا د نيمروز عام اوسيدونکي د طالبانو دغه ډول کړنې غندي او وايي، چې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته دغې ډلې د ښځو پسې راخیستی او غواړي په کورونو کې یې بندې وساتي.
د دې ولایت اوسیدونکی حشمت الله وایي، چې دغلته د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر د ښځو په ګډون په زیات شمیر فعالیتونو بندیز لګولی او خلک ازاد ژوند تیریدو ته نه پریږدي.
دی وايي، که طالبان ښځې د کار کولو څخه راوګرځوي زيات شمير ښځې به بې روزګاره او کورنۍ به له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
هغه وویل: «کله چې طالبان واک ته رسيدلی دي يوازې پر خلکو محدوديتونه راولي هيڅ اسانتياوې يې نشته دغه اوس چې په کور د ښځو د راګرځولو هڅې کوي په دې سره به سلګونه ميرمنې بې روزګاره شي او کورنۍ به د اقتصادي ستونزو سره مخ شي دوی د ښځو کار کول ناروا ګڼي، خو د ښځو فقر کول ورته روا ښکاري موږ د طالبانو څخه غوښتنه کوو چې د کار څخه د ښځو راګرځيدو پر ځای دې هغوی ته د کار زمينه برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د امرباالمعروف قانون له توشیح وروسته په ټول هیواد کې پر ښځو بندیزونه زیات شوي او د دغه قانون په ۱۳مه ماده کې پر ښځو سخت بندیزونه لګول شوي او آن د ښځو لوړ غږ «عورت» بلل شوی دی.