close
Photo: @ARG_1880

د روسیې د ملي امنیت د شورا عمومي منشي له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغی

اطلاعات روز: د روسیې د ملي امنیت د شورا عمومي منشي سرګي شویګو د یوه پلاوي په مشرۍ له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا تر ټولو لوړپوړی روسي پلاوی دی چې کابل ته راځي.

روسي پلاوي تر اوسه د طالبانو د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او سياسي مرستیال عبدالکبیر سره ليدلي دي.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روسي پلاوي له عبدالغني برادر سره په لیدنه کې د سياسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، د سوداګرۍ د کچې لوړولو، ترانزیټ او همدا راز په افغانستان کې د روسي پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د صنعت او تجارت او اقتصاد وزارتونو لپاره د دې ډلې وزیران هم موجود وو.

عبدالغني برادر په دې لیدنه کې ویلي چې افغانستان ته د امنیت او ثبات په راستنېدو سره دا هیواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شوی دی چې نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې په ګټه دی.

د ملا برادر د دفتر له خبرپاڼې سره سم، ده ويلي چې دا ډله د افغانستان د امنیت او اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي او له همدې امله یې د نشيي توکو پر کرلو بندیز لګولی او هغه ټولې ډلې یې ختمې کړې دي چې د افغانستان او سیمې امنیت او اقتصاد ته زیان رسوي.

په نژدې راتلونکې کې د روسیې له تور نوملړ څخه د طالبانو د نوم حذفول

د طالبانو د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر په خبرپاڼه کې د روسیې د ملي امنیت د عمومي منشي سرګئي شویګو له خولې ویل شوي چې دې د ولادیمیر پوتین په امر کابل ته راغلی دی.

د خبرپاڼې په وینا، شویګو ویلي چې روسیه له افغانستان سره په دوه اړخیزو اړیکو کې د همکاریو د کچې لوړولو ته ژمنه ده.

ده زیاته کړې چې په نژدې راتلونکې کې به د سياسي او اقتصادي ودې لپاره د طالبانو نوم د روسیې له تور نوملړ څخه لیرې کړل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د لیرې کولو پروسه روانه ده. نوموړي همدا راز د طالبانو په رسمیت پېژندل تر وخت وړاندې بللي.

د ملا برادر د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسي پلاوي د افغان – ټرانس د اورګاډي پټلۍ ملاتړ کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، روسي پلاوي ويلي چې روسیه چمتو ده چې د سن پیترزبورګ په اقتصادي غونډه کې له افغانستان سره عملي اقتصادي همکارۍ پیل کړي. همدا راز روسي پانګوال او دولتي شرکتونه د افغانستان په معادنو، ټرانسپورټ او کرهڼه کې پانګوالۍ ته لېوال دي.

شانګهای کې افغانستان ته د څارونکي (ناظر) غړیتوب بیرته ورکول

سرګئي شویګو په کابل کې له د طالبانو د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره هم کتلي دي.

دا غونډه چې په سپېدار ماڼې کې شوې د طالبانو د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق، د دې ډلې د لوی درستیز فصیح الدین فطرت په شمول د دې ډلې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو معینانو هم ګډون کړی و.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر ایکس ټولنیزې شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې روسي پلاوي له عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې روسیه د مسکو او کابل تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو غوښتونکې ده.

د دې خبرپاڼې له مخې، شویګو ویلي چې روسیه غواړي افغانستان په شانګهای سازمان کې د څارونکي غړیتوب بیرته تر لاسه کړي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک چې له پلاوي سره کابل ته راغلی، ويلي چې مسکو او کابل د همکاریو او اړیکو د پراختیا په برخه کې ښه فرصتونه لري.

ده همدا راز د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا له ټینګار کولو سره-سره ویلي چې روسیه به د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه کمه او یا هم ختمه کړي.

دې روسي چارواکي وړاندیز کړی چې هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د ټرانسپورټ په برخه کې د همکاري تفاهم‌لیک لاسلیک کړي.

له روسیې سره د اړیکو د پراختیا او تعامل لپاره د طالبانو لېوالتیا

مولوي عبدالکبیر ویلي چې کابل ته د روسي پلاوي سفر د کابل او مسکو تر منځ د مثبتو مناسباتو څرګندونه کوي.

ده د «روسیې د مثبت دریځ او په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان د دریځ د ملاتړ» ستاینه کړې او ویلي یې دې چې افغانستان له روسیې سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او تعامل د پراختیا غوښتونکی دی.

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال ويلي چې دا ډله د افغانستان ملي ګټې، امنیت، ثبات او اقتصادي وده د سیمې له امنیت، ثبات او رفاه سره تړلي ګڼي. ده زیاته کړې چې طالبان غواړي د یوه مسوول نظام په توګه په سیمه‌ییزو فارمټونو کې حضور ولري او د سیمې له هیوادونو سره له نژدې کار وکړي.

د طالبانو دې چارواکي زیاته کړې چې دا ډله به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د چا پر ضد استفاده وشي.

مولوي عبدالکبیر ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره سرتاسري امنیت راغلی، داعش ځپل شوی او زورګويي، غصب او د نشيي توکو جرمونه ختم شوي دي.

نشيي توکي او په افغانستان کې د داعش فعالیت د روسیې او په مرکزي اسیا کې یې د متحدینو لپاره د اندیښنې وړ موضوعات دي.

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال ويلي چې دا ډله په هیڅ هیواد کې جګړه نه غواړي، بلکې «د سیمې د پرمختګ او ټیکاو لپاره اړتیا ده چې له یوه-بل سره همکاري وکړو او د تقابل پر ځای د خبرو-اترو له لارې توافق ته ورسېږو».

دا په داسې حال کې چې تر دوو کلونو زیات وخت کېږي چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی او په دې هیواد کې په جګړه اخته ده.

روسي چارواکو تر اوسه کابل ته د دې هیواد د پلاوي د سفر او له طالبانو سره د شویګو د خبرو-اترو په اړه څه نه دې ويلي.

روسیه له چین او ایران سره یو ځای له طالبانو سره تعامل کول غواړي مګر بیا هم مسکو تر اوسه طالبان په رسمي توګه په رسمیت نه دې پېژندلي. د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندري رودنکو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د طالبانو د رسمیت پیژندنې په تړاو د خبرو کولو لپاره لا هم وختي ده؛ خو کابل ته د شویګو سفر له طالبانو سره د روسیې د اړیکو پراختیا ښيي.