اطلاعات روز: له ارزګان څخه ځايي سرچینې وايي چې طالبانو د تيرې دوشنبې (۵ د لیندۍ) په ورځ په دې ولايت کې د يونيسف او ناروې د کډوالو د شورا محلي صنفونه تړلي دي.
د سرچینو په وینا،تر اوسه د يادو ټولګيو د تړل کيدو لامل نه دی روښانه شوی.
سيمهييزې سرچينې وايي چې په ياد ولايت کې په سلګونه محلي ټولګي په بیلابیلو سيمو کې فعال وو او په زرګونو زده کوونکو زده کړې پکې کولې.
تر دې مخکې طالبانو په کندهار او هلمند ولايتونو کې هم د موسیساتو له لوري چلېدونکي محلي ټولګي تړلي وو.
تير کال دارزګان د پوهنې رياست خبر ورکړی و چې په ياد ولايت کې ۸۴ زره ماشومان له هر ډول زده کړو څخه بې برخې دي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تر واکمنېدو وروسته د زده کړو په برخو کې بېلابېل بندیزونه لګولي او په دې لړ کې یې د نجونو پر مخ تر شپږم لوړ ټولګي هم تړلي دي. همدا راز ویل کېږي چې طالبانو په ټول هیواد کې د چټکو زده کړو ټولګي بند کړي دي.