close

ننګرهار کې د شخړې له امله یو تن وژل شوی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو کس خپل کلیوال په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن (چهارشنبه،٧ د لیندۍ) د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «خوازه خېلو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې قاتل تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی.

خبرپاڼه کې د یادې پېښې د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په سیمه کې یوې سرچینې ویلي چې یاده پېښه د ماشومانو پر سر د جنجال له کبله رامنځته شوې ده.

تر دې څه موده وړاندې هم د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی و.