close
photo by U.S. Air Force Senior Airman Rylan K. Albright

طالبان: د تاریاکو د تولید د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور «له واقعیته لیرې» دی

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د تاریاکو د تولید د زیاتوالي په اړه له نشيي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر راپور «له واقعیته لیرې» بللی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن شپه (چهارشنبه، ۷ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې وزارت ارزونې ښيي چې د وروستي کال پر مهال د تاریاکو تولید د تېر کال په پرتله «په پام وړ توګه کم» شوی دی.

ده زیاته کړې چې د طالبانو پولیسو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریاکو کښتونه ویجاړ کړي او د کروندګرو لپاره د بدیل کښت په برخه کې له هیوادونو او سازمانونو د همکارۍ هیله لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې «متأسفانه تر اوسه له هیڅ اړخه هم هیڅ ډول همکاري نه ده شوې او [نړیوالې ټولنې] تر اوسه په دې برخه کې اسلامي امارت (طالبان) یوازې پرېيښي دي.»

له نشيي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د تاریاکو تولید د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۰ سلنه او ارزښت یې ۱۳۰ سلنه لوړ شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ، د روان کال پر مهال په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه تاریاک تولید شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۲۶۰ میلیون ډالره اټکل شوی دی.

له نشيي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر یو څه وخت وړاندې هم راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د نشيي توکو کرکیله ۱۹ سلنه زیاته شوې ده.