اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې محتسبینو ۸ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.
په یاده سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې طالبانو یاد کسان تېره شپه (چهارشنبه، ۷ د لېندۍ)د الینګار ولسوالۍ اړوند «کبېلې» سیمه کې د واده مراسمو پرمهال نیولي او له ځان سره یې ولسوالۍ ته بېولي دي.
سرچینه زیاتوي، یاد کسان داسې مهال نیول شوي چې د واده مراسمو د خوښۍ لپاره د کلي ځوانان راټول شوي وو او موسیقي یې غږوله.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې د موسیقۍ غږولو په تور نیول شویو کسانو کې د واده د «شاه» یا د واده هلک دوه ورونه هم شامل دي.
د سرچینې په خبره طالبانو د واده له مراسمو د موسیقۍ الات هم له ځانه وړي او نیول شوي کسان لا تراوسه په ولسوالۍ کې بندیان دي.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه د لغمان د سیمه ییز طالب چارواکو نظر هم ولرو خو بریالي نشوو.
طالبانو په ټول هیواد کې د موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی او دا کار یې د اسلامي شریعت خلاف عمل بللی دی.
له دې وړاندې هم طالبانو د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمیر کسان د ودونو مراسمو پرمهال د موسیقۍ غږولو په تور نیولي وو.