close

فراه کې د یو کس جسد موندل شوی

اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د یو کس جسد موندل شوی دی.

یوې سرچینې وویل، چې د دغه کس جسد تېره ورځ (چهارشنبه، ۷ د لیندۍ) د فراه رود ولسوالۍ اړوند د «چراه» کلي د غره په څنډه کې موندل شوی دی.

د کلي اوسېدونکي او عیني شاهدان وایي، چې د جسد انتقال لپاره امبولانس یادې سیمې ته رسیدلی او جسد د ولسوالۍ کلینیک ته انتقال شوی دی.

د دغه مړه شوي کس هویت څرګند ندی او نه هم تراوسه معلومه شوې چې یاد کس وژل شوی او که خپله یې په غره کې ساه ورکړې.

فراه کې د طالبانو ځایي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د یو شمیر کسانو جسدونه موندل شوي، چې د ډیریو هویت او د وژلو لامل نه دی څرګند شوی.