close

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر له نشيي توکو سره د مبارزې په موخه د کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړ

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وايي چې د دوحې په قطر کې د استازو د درېیمې غونډې په تعقیب یې له نشيي توکو سره د مبارزې په موخه کاري ډله جوړه کړې ده.

یوناما نن (پنجشنبه، ۸ د لیندۍ) د دې کاري ډلې د پرانیستنې د غونډې خبر ورکړی دی.

د یوناما له اعلامیې سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په دې پرلیکه/انلاین غونډه کې ويلي: «له نشيي توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره مهمه موضوع ده چې هم پر کلیوالو ټولنو او هم د سیمې پر سوله او ثبات اغېز کوي.»

یوناما د دې کاري ډلې د غړو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

دې دفتر زیاته کړې چې د دې کاري ډلې جوړول امنیت شورا ته د خپلواکې ارزونې یوه سپارښتنه ده تر څو «د افغانستان له اوسنیو چارواکو (طالبانو) سره د افغانستان د خلګو په ګټه ډېر منسجم، همغږی او ساختاري تعامل وساتي.»

له نشيي توکو سره د مبارزې کاري ډله په داسې حال کې جوړه شوې چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د تاریاکو تولید زیات شوی دی. طالبانو په افغانستان کې د نشيي توکو په تړاو د ملګرو ملتونو راپور رد کړی دی.