close

کونړ کې د یو ځوان ټوټې ـ ټوټې جسد موندل شوی

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د یوه یتیم ځوان جسد چې په تبر ټوټې ـ ټوټې شوی موندل شوی دی.

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې روښانه شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه یتیم ځوان جسد تېره ورځ (یکشنبه، ۱۱ د لیندۍ) د غازي اباد ولسوالۍ اړوند «هېلګل» سیمه کې موندل شوی.

سرچینه وايي، دا ځوان دوه اوونۍ وړاندې لا درکه شوی و، چې اوس یې جسد په یوه بوجۍ کې اچول شوی او ځنګل کې غورځول شوی و.
سرچینې د دغه ځوان د هویت او د هغه د وژنې د لامل په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

یوه بله سرچینه بیا ادعا کوي، چې دا ځوان د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیې قومندان ملا ثاقب ګلیزي او د ګوجرو قومي مشر ملا قدر علي سالار پرمټ چې په دې ولسوالۍ کې نظامي دنده لري وژل شوی.

سرچینه وايي، د دغه ځوان قاتل هم طالبانو نیولی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی، چې دا پېښه د میراث لپاره را منځته شوې ده.

موږ هڅه وکړه، چې په دې تړاو کونړ کې د ځايي طالب چارواکو نظر هم واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو.

په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د خپلمنځي نښتو، هدفي وژنو او جنايي پېښو ګراف لوړ شوی، چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړي.