اطلاعات روز: د ایراني رسنیو له راپور سره سم، د اقتصادي همکاریو د سازمان (ایکو) د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د کارپوهنې اته ویشتمه غونډه نن سهار (دوشنبه، ۱۲ د لیندۍ) د ایران په مشهد کې پیل شوې ده.
د ایران په شمال ختیځ کې د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د استازولۍ رییس احمد معصوميفر ایرنا خبري اژانس ته ويلي چې دا غونډه د ایکو د عمومي منشي او د غړو هیوادونو د لوړپوړوچارواکو په حضور سره پیل شوې، تر څو د وزیرانو د غونډې چې سبا ترسره کېږي، اجنډا چمتو کړي.
هغه ویډیو چې ایرنا خبري اژانس نشر کړې، د طالبانو استازي پکې نه لیدل کېږي. همدا راز، د غړو هیوادونو د بیرغونو په کتار کې د افغانستان یا هم د طالبانو د ډلې بیرغ نه تر سترګو کېږي.
افغانستان د ایکو سازمان غړی دی، خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دې سازمان غونډې د افغانستان د استازو له ګډون پرته ترسره کېږي.
د ایکو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو اته ویشتمه غونډه سبا (سېشنبه، ۱۳ د لیندۍ) په مشهد کې ترسره کېږي.
د ایرنا له راپور سره سم، په تهران کې د ایکو د غړو هیوادونو له سفیرانو او د کارپوهانو له پلاوو پرته تر اوسه د تاجیکستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران او د ایکو عمومي منشي مشهد ته رسېدلي دي.
د ایراني رسنیو په وینا، طالبان دې غونډې ته نه دې غوښتل شوي.
ایکو یو سیمهییز سازمان ګڼل کېږي چې ایران، پاکستان او ترکیې هیوادونو د ۱۹۸۵ کلونو پر مهال د غړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او کلتوري همکاریو د مخته وړلو په موخه تأسیس کړ.
له ۱۹۹۲ څخه د افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان په شمول د اوو نویو هیوادونو په منلو سره یې د غړو شمېر ۱۰ ته لوړ شوی دی.