اطلاعات روز: د روغتيايي انسټیټوټونو او ښځینه زده کوونکو له منځه سرچینې تاييدوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز امر ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو عامې روغتیا وزارت دا امر د روغتيايي انسټیټوټونو له مسوولینو سره په غونډه کې په شفايي توګه اعلان کړی دی.
د یوه روغتيايي انسټیټوټ مسوول له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي چې له دوی غوښتل شوي چې تر «بیا خبرتیا» پورې دې ښځینه زده کوونکې رخصت کړي.
په کابل کې د روغتیايي انسټیټونو یوه بل مسوول هم په یوه غږیز پیغام کې چې اطلاعات روز ورځپاڼې تر لاسه کړی، له ښځینه زده کوونکو غوښتي چې سبا دې انسټیټوټونو ته نه ورځي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
د انسټیټوټونو د ځنډېدو خبر له نن مازیګر څخه لاس پر لاس کېږي. د طالبانو ویاندویانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
که څه هم په پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی و، خو روغتيايي انسټیټوټونه پرانیستي وو.
په دې انسټیټوټونو کې نجونو ته د قابلګۍ او نرسنګ زده کړې ورکول کېدې.