اطلاعات روز: په اروپا او شمالي امریکا کې د افغانستان تبعید شویو خبریالانو په کابل کې د طالبانو له لوري د ارزو ټلویزون د دفتر تړل کېدو او د دې ټلویزون د یو شمېر کارمندانو نیولو ته په غبرګون کې ويلي چې په افغانستان کې د رسنیو او رسنیزو همکارانو وضعیت ته اندېښمن دي.
دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو دا اقدام د ټولو انځوریزو رسنیو لپاره سور څراغ دی او ښيي چې دا ډله نور د انځوریزو رسنیو په وړاندې زغم نه لري.
په اروپا او شمالي امریکا کې په تبعید کې افغان خبریالانو ويلي: «زموږ باور دادی چې د طالبانو دا اقدام د ټولو ديني، اسلامي او بشري حقونو د معیارونو خلاف و او د هیواد د وګړو بشري حقونه تروړي.»
دوی ويلي: «زموږ په باور د طالبانو د واکمنۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان د خلګو په وړاندې د دې ډلې دښمني او کینه په دې ډول اقداماتو سره څرګندېږي.»
دې خبریالانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره تعامل محدود کړي او د ملګرو ملتونو پر منشور او پرېکړهلیکونو عمل وکړي.
د چهارشنبې په ورځ سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله چې د طالبانو د امر بالمعروف او استخباراتو ځواکونو په کابل کې د ارزو ټلویزون پر دفتر یرغل ور وړی، دا دفتر یې تړلی او اووه تنه کارمندان یې له ځان سره وړي دي.
یوې سرچینې وويل چې د طالبانو ځواکونه د سهار له ۹:۳۰ څخه بیا تر غرمې وروسته ۳:۰۰ پورې د دې ټلویزون په دفتر کې و او د دې ټلویزون دفتر او کمپیوټرونه یې پلټل او همدا راز یې له کارمندانو پوښتنې-ګرویږنې کولې.
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پرون اعلان وکړ چې دوی په کابل کې د دې ټلویزون دفتر د «اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، له رسنیو د ناسمې ګټې اخیستنې د مخنيوي او ټولنیز نظم د پیاوړتیا» په موخه تړلی دی.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته سرچینو ويلي چې په مزار شریف کې د ارزو د مرکزي دفتر له لارې د دې ټلویزون خپرونې دوام لري او نه دي بندې شوې.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د رسنیو پر دفترونو په ځلونو یرغل ور وړی او دا دفترونه یې تړلي او خبریالان یې نيولي دي.