close
Photo: @IntlCrimCourt

د نړیوالې جنايي محکمې څارنوال د افغانستان له یو شمېر ښځینه فعالانو سره کتلي

اطلاعات روز: د نړیوالې جنایي محکمې لوی څارنوال کریم خان د «افغان ښځو د عدالت لپاره ائتلاف» له یو شمېر غړو سره لیدلي.

نړیوالې جنایي محکمې نن (جمعه، ۱۶د لیندۍ) پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا لیدنه د دې محکمې د غړو هېوادونو د غونډې په څنډه کې په هالېنډ کې ترسره شوې ده.

دې محکمې زیاته کړې چې د کریم خان دفتر د جنسي ځورونې د قربانیانو او د افغانستان د مدني ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې د جنسي ځورونې جرمونو په وړاندې اقدامات لومړيتوب ګڼلي.

کریم خان د نړیوالې جنایي محکمې د غړو هېوادونو د غونډې په پیل کې په خپله وینا کې هم ویلي و چې دوی به ډېر ژر د افغانستان د قضیې په اړه د نیولو حکم ورکړي.

هغه مخکې هم ویلي و چې په افغانستان کې د جنسي او جنسيتي ځورونو د ادعاوو په څېړنه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

چیلي، اسټرالیا، فرانسې، کاستاریکا، لوکزامبورګ او مکسیکو هېوادونو د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د نقض قضیه نړیوالې جنایي محکمې ته وړاندې کړې او له دې محکمې څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه د خپلو څېړنو په چوکاټ کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د حقونو نقض هم وڅېړي.

نړیوالې جنایي محکمې تر ۲۰۰۳ کال وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو د څېړنې بهیر په ۲۰۲۰ کال کې پیل کړ او له یوې لنډې وقفي وروسته یې خپلې څېړنې په ۲۰۲۲ کال کې بیا پیل کړې.