close

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ د معترضو ښځه ډله:طالبان باید د بشریت پر ضد جنایاتو له امله وپوښتل شي

اطلاعات روز: د «ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ» په نوم د معترضو ښځو یوې ډلې د بشري حقونو په نړیواله ورځ د طالبانو پر خلاف د نړیوالې ټولنې د عملي اقداماتو په اړه ويلي، چې دا ډله باید د «بشریت پر خلاف» د ښکاره جنایاتو له امله «وپوښتل شي».

نن (س‌شنبه، ۲۰ د لیندۍ/۱۰ د ډسمبر) د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د «ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ» په اعلامیه کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې د حق د تأمین په موخه جدي ګامونه واخلي.

دې غورځنګ نړۍ ته په خطاب کې ويلي، چې افغانستان ستاسو په چوپتیا کې سوځي.

د ښځو دې ډلې ويلي: «نړۍ نه شي کولای چې د دې انساني ناورین په تړاو بې تفاوته پاتې شي. اوس تر بل هر وخت د دې ظلم د پای ته رسولو او د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د امید او عدالت د ورکولو لپاره د نړۍ متحد غږ ته اړتیا ده.»

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دا هیواد د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ شوی دی. اوسمهال ښځې او نجونې د زده کړو او کار په ګډون له خپلو بنسټیزو ازادیو او حقونو محرومې دي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په خرابیدو سره دا هیواد نړیوالې جنايي محکمې ته راجع شوی دی.