اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر نن (سېشنبه، ۲۰ د لیندۍ) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د اوسني او راتلونکي نسل د خونديتوب او ښېرازۍ په موخه د بشري حقونو نړیوال تعهدات ومني.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې روزا اوتنبایوا ويلي، چې د امنیت له ښه والي او د تاوتریخجنو وسله والو شخړو له کمښت سره-سره د بشري حقونو د خوندیتوب او ملاتړ په موخه اقدامات مخ پر کمېدو دي او ښځې او نجونې یې تر ټولو دروند بار پورته کوي.
نوموړې له کار او زده کړو څخه د نجونو او ښځو د محرومیت په ګډون دې د ښځو او نجونو پر خلاف سیسټماټیک تبعیض ته په اشارې ويلي، چې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو شالید ډاګیز شوی دی.
اوتنبایوا ويلي: «قدرت مسوولیت هم لري. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د مشروع استازیتوب لپاره د حاکمو چارواکو ادعاوې باید زموږ د مشترکو معیارونو او ارزښتونو د خوندیتوب او ساتلو لپاره له واقعي هڅو سره ملې وي.»
د یوناما په اعلامیه کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د استازې فیونا فریزر په وینا ويل شوي چې که له اساسي حقونو د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو محرومیت دوام ومومي، نو د هغوی د ملاتړ په برخه کې یوه ښکاره او قصدي ماتې ده او د افغانستان د خلکو د ښېرازۍ لپاره مسوولیت نه اخیستل دي.
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر ۱۰مه د ملګرو ملتونو د مجمع له لوري تصویب شوه او افغانستان د دې اعلامیې یو ملاتړ کوونکی و.
مګر پر افغانستان د طالبانو له څه دپاسه درې کلنې واکمنۍ راهیسې دا هیواد د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دی. طالبان د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان تعهدات نه مني او د ښځو او نجونو په ګډون د وګړو حقونه او ازادۍ نقضوي.