close

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ بېنټ د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو د ملاتړ غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د «بشري حقونو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو د ملاتړ غوښتنه کړې.

ښاغلي بېنټ نن (سې‌شنبه، ۲۰ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي، چې دی د هغو کسانو مېړانه او مقاومت ستايي چې لاهم په افغانستان کې خپل حقونه غواړي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان وګړي له جنسيتي ځورونې او اذیت، د مدني فضا له محدودېدو، شکنجې او بد چلند، د قومي لږکیو له څنډې ته کېدو او بشردوستانه کړکېچ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ټینګار کړی: «راځئ ټول د یوه-بل تر څنګ ودرېږو!»

دا په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د افغانستان د وګړو بشري حقونه په پراخه توګه نقض کړي دي.

دې ډلې ښځې او نجونې د کار او زده کړو له حقونو محرومې کړې دي او همدا راز د قومي او مذهبي لږکیو، رسنیو او مدني فعالانو د حقونو په ځپنې تورنه ده.