اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوه مېرمن د خپل خاوند له لوري وژل شوې او جسد یې د «خواښې» لخوا سوځول شوی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند طیب حماد رسنیو ته ویلي، چې دغه «بې رحمانه» وژنه د یکشنبې ورځ (۱۸ د لیندې) د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند دامان سیمه کې شوې.
هغه زياته کړې، چې په دې سيمه کې يوه مېرمن لومړى د خپل مېړه له خوا وژل شوې او بيا یې جسد د خاوند د مور یا خواښې لخوا سوځول شوی دی.
د هغه په وينا، د دې پېښې په تړاو د وژل شوې ښځې خاوند او خواښې نيول شوي دي.
طالب چارواکو د دې وژنې د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د کورني تاوتریخوالي له کبله وژنې زیاتې شوې دي.
طالبانو پر افغانستان د ولکې ټینګولو وروسته د کورني تاوتریخوالي له کبله د قرباني ښځو د ملاتړ ټول مرکزونه تړلي او تراوسه یې د یادو ښځو د ملاتړ لپاره کوم اقدام نه دی کړی.