close
Photo: @ARG_1880

اروپایي اتحادیه له افغانستان سره د تاریاکو د بدیل کښت په برخه کې د ۴۵ میلیون یورو مرسته کوي

اطلاعات روز: د طالبانو د لومړي وزیر دفتر د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د ځانګړي استازي توماس نیکلسون په وینا ليکلي چې دا تحادیه «په نژدې راتلونکې کې» د تاریاکو د بدیل کښت په برخه کې له افغانستان سره د نړیوالو همکارو بنسټونو له لارې ۴۵ میلیون یورو مرسته کوي.

د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي نیکلسون نن (سې‌شنبه، ۲۰ د لیندۍ) د دې ډلې د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د دې مرستې په اړه خبر ورکړی دی.

له دې اعلامیې سره سم، د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي د تاریاکو د بدیل کښت او په افغانستان کې په نشيي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د ونډې اخیستنې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې چې ښاغلي نیکلسون د بشرپالو مرستو د رسونې لپاره د افغانستان ټولو نکاتو ته د اروپایي اتحادیې د کارمندانو پر لاسرسي ټینګار کړی او دا یې یو مهم ګام بللی دی.

د طالبانو د لومړي وزیر سياسي مرستیال ويلي چې د اروپايي اتحادیې مرستې د تاریاکو د بدیل کښت په تړاو مهمې دي.

ده ويلي چې طالبانو له نشيي توکو سره د مبارزې لپاره یو عالي کمیسیون جوړ کړی او پر خپلو ژمنو عمل کوي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د نشيي توکو کرنه، تولید، قاچاق او ترې استفاده ممنوع کړي دي.

خو له دې سره-سره له نشيي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د تېر کال په پرتله د روان کال پر مهال په افغانستان کې د تاریاکو کښت ۱۹ سلنه او تولید یې ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د مناسب کرنیز بدیل نشتون یو هغه عامل ګڼل کېږي چې له امله یې کروندګرو بیرته د تاریاکو کرلو ته مخه کړې.