close

د شل اوریزو لوبو لړۍ؛ زمبابوې په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې زمبابوې وکولای شول چې د څلورو ویکیټو په مرسته د افغانستان له لوري د ۱۴۵ منډو ورکړل شوی هدف پوره کړي.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ لومړۍ لوبه نن (چهارشنبه، ۲۱ د لیندۍ) د زمبابوې په کوربتوب په هراري کې ترسره شوه چې افغانستان پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره مخالفې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري کریم جنت تر ټولو ډېري ۵۴ منډې وکړې.

زمبابوې وکولای شول چې یاد هدف د لوبي په وروستي شلم اور کې یوازې د شپږو لوبغاړو په بایللو سره پوره کړي.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ بله شل اوریزه لوبه به د روانې ډسمبر میاشتې پر دیارلسمه نیټه ترسره کېږي.