close
Photo: @MoRRAfg

د خلیل الرحمان حقاني وژل کېدل؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: تروریزم که په هره بڼه وي، غندو یې

اطلاعات روز: د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت وزیر محمد اسحاق ډار د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو د وزارت د سرپرست خلیل الرحمان حقاني وژل کېدو ته په غبرګون کې ويلي چې «پاکستان تروریزم که په هره بڼه کې وي، په ډاګه غندي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن ماښام (چهارشنبه، ۲۱ د لیندۍ) پر ایکس ليکلي چې د طالبانو د کډوالو پر وزارت د «ترهګریز برید» له امله «هېښ» شوی دی.

ده زیاته کړې: «د زړه له تله تسلیت وایم.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې هغوی له طالبانو سره په اړیکه کې دي تر څو د دې برید په جزییاتو خبر شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم دې برید ته غبرګون ښوولی دی.

ده پر ایکس ټولنیزې شبکې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو پر وزارت برید «ترهګریز» او «بزدلانه» بللی او ویلي یې دې چې د پاکستان ملت او دولت یې له امله «سخت اغېزمن او غمجن» دي.

د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې چې پاکستان له افغانستان سره خپل ملاتړ اعلانوي او له تروریزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره د همکارۍ پر تعهد او د سیمه‌ییز ثبات او سولې پر ارتقا ټینګار کوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني نن (چهارشنبه، ۲۱ د لیندۍ) تر ماشپین وروسته په دې وزارت کې دننه د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري ووژل شو.

طالبانو ويلي چې هغه د «خوارجو په یوه ناځوانمردانه» برید کې وژل شوی دی. طالبان د خوارجو اصطلاح داعش ډلې ته کاروي.

مګر لا هم داعش ډلې د طالبانو پر کډوالو او راستنېدونکو وزارت د برید مسوولیت نه دی منلی.