close

بلینکن: د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو تبعیضي احکام غندو

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ويلي چې د امریکا متحده ایالات د طالبانو تبعیضي احکام چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه او ژوند له خطر سره مخ کوي، غندي.

ده دا څرګندونې نن (چهارشنبه، ۲۱ د لیندۍ) پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي او زیاته کړې یې ده چې «په ټولنه کې د ښځو بشپړ، برابر او معنادار ګډون یوازې د برابرۍ موضوع نه ده، بلکې ضروري ده».

بلینکن زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د ښځو او نجونو قاطعانه ملاتړ کوي.

طالبانو د یو شمېر فرمانونو د خپرولو له لارې د افغانستان د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي دي.

دې ډلې په خپل تازه فرمان کې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. تر دې وړاندې یې په ښوونځیو او پوهنتونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و.

د تېرو درو کلونو پر مهال پر بشري او د ښځو پر حقونو د هیوادونو له ټینګار سره-سره طالبانو خپل بندیزونه تشدید کړي دي.