اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني د وژنې پړه داعش ډلې پر غاړه واخیسته.
د داعش په اعلامیه کې چې د «الاعماق» رسنۍ له خوا خپره شوې، ویل شوي چې د طالبانو د کډوالو وزارت سرپرست د دغې ډلې د یوه غړي لخوا په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.
داعش یاد بریدګر «ابو عثمان خراساني» نومولی دی.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني پرون (چهارشنبه، ۲۱ د لیندۍ) تر ماسپښین وروسته د دغه وزارت په جومات کې دننه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
طالبانو ويلي، چې هغه د «خوارجو په یوه ناځوانمردانه» برید کې وژل شوی دی. طالبان د خوارجو اصطلاح داعش ډلې ته کاروي.
خلیل الرحمن حقاني په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې وژل کېږي.
تر دې وړاندې هم د بلخ د پخواني والي په ګډون د دې ډلې یو شمېر چارواکي په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي چې مسوولیت یې داعش منلی دی.