close
Photo by Eric Bridiers

ګوتریش: په افغانستان کې له امنیت سره تړلې پېښي تر ۳۹ سلنې زیاتې شوې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې له امنیت سره د تړلو پېښو د ۳۹.۶ سلنه زیاتولي او د طالبانو د وسلوالو مخالفینو له لوري د ۸۱ بریدونو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

د ښاغلي ګوتریش په نوي راپور کې چې نن شپه (پنجشنبه، ۲۲ د لیندۍ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ارزول کېږي، راغلي چې د ۲۰۲۴ کال د اګست له لومړۍ بیا د اکتوبر تر ۳۱ پورې په افغانستان کې دوه زره او ۵۱۰ امنيتي پېښې شوې دي.

د دې راپور پر بنسټ، د دې پېښو شمېر د ۲۰۲۳ کال پر مهال په همدې موده کې ۳۹.۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې ويلي چې په دې موده کې د طالبانو وسلوالو مخالفینو ۸۱ بریدونه ترسره کړي دي، خو د دې ډلې د ځمکني کنټرول په وړاندې یې مهمې ننګونې نه دې ایجاد کړې.

له دې راپور سره سم، په دې موده کې «ملي مقاومت جبهې» ۵۶ بریدونه، «د افغانستان د ازادۍ جبهې» ۸۱ بریدونه، «د ولسي اقتدار جبهې» یو برید او «د افغانستان د ازادۍ غورځنګ» هم یو برید ترسره کړی او د پنځو نورو بریدونو عاملین معلوم نه دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو وسلوالو مخالفینو په مجموع کې په کابل کې د ۲۶ بریدونو په شمول د افغانستان په مرکز کې ۳۱ بریدونه، په لوېدیځ کې ۲۶ بریدونه، په شمال ختیځ کې ۱۹ بریدونه، په شمال کې څلور او یو برید په سویل ختیځ کې ترسره کړی دی.

انتونیو ګوتریش ويلي چې د داعش خراسان ډلې د دې راپور په شپږ میاشتنۍ دوره کې شپږ بریدونه ترسره کړي، په داسې حال کې چې په وړاندینیو درو میاشتو کې یې څلور بریدونه ترسره کړي وو.

ده ويلي چې دې ډلې په دې موده کې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ميني‌بس موټر، په ننګرهار کې د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې پر قومندان، په کابل کې د طالبانو د احکامو او فرامینو د تعقیب پر ریاست، د غور په چغچران کې پر ملکي هزاره ګانو، په کونړ کې پر طالبانو او د غور په چغچران کې د طالبانو پر ځواکونو بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې همدا راز ويل شوي چې د سپټمبر پر ۱۵ د طالبانو د استخباراتو ځانګړي واحد دوه د استخباراتو کسان او پنځه پولیس له داعش خراسان ډلې سره د تړاو په تور ونیول.

له دې راپور سره سم، د همدې مودې پر مهال د طالبانو پوله ساتي ځواکونه له پاکستاني پوله ساتو سره ۲۸ ځله نښتي، په داسې حال کې چې تر دې وخت وړاندې په درې میاشتنۍ موده کې دا شمېر ۱۶ ځلې و.

انتونیو ګوتریش ويلي چې د دې راپور له لوري تر پوښښ لاندې راغلې موده کې په افغانستان کې د غلا هم ۱۵۶ پېښې ثبت شوې دي چې د تېر کال د همدې دورې په پرتله ۲۴.۳ سلنه کمښت ښيي.

ده زیاته کړې چې په دې موده کې ملګرو ملتونو ۶۷ امنيتي پېښې ثبت کړې دې چې له امله یې د دې سازمان کارمندان په مستقیمه توګه اغېزمن شوي.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړې چې شپږ د نیونې پېښو، ۱۴ د تګ-راتګ د محدودیت مواردو، دوو وسلوالو غلاوو، له ودانیو د غلا درې مواردو، درو ناوسلوالو غلاوو، ۱۲ د نیونې ګواښونو او د سوځېدلو، سېلاب او د لارې د تصادفاتو په شمول ۱۴ ایمني پېښو د ملګرو ملتونو پر کمپونو، دفترونو او اموالو اغېز کړی دی.

د ملکیانو تلفات

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل تازه راپور کې ويلي چې د دې راپور په درې میاشتنۍ دوره کې د ملکي تلفاتو اصلي لامل ځانمرګي بریدونه او په لاس د جوړو شویو ماینونو چاودنې دي.

ده زیاته کړې چې په دې موده کې په لاس د جوړو شویو بمونو په بریدونو ېک لږ تر لږه ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱ نور ژوبل شوي دي.

ګوتریش ويلي چې د ځانمرګو او په لاس د جوړو ماینونو د بریدونو مسوولیت چې اکثریت وخت یې داعش ډله مني، هدف یې طالب چارواکي او شیعه وګړي وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې چې په دې لړ کې د اګست پر ۱۱ د کابل په دشت برچي کې د برید له امله یو ملکي هزاره ووژل شو او ۱۳ نور ملکیان ژوبل شول، د اګست پر ۲۲ په ننګرهار کې د چاودېدونکو موادو چاودنې د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې د قومندان موټر په نښه کړ، شپږ هلکان پکې ووژل شو او څلور نور ژوبل شول، د سپټمبر پر دویمه د یوه لاسي بم په برید کې لږ تر لږه شپږ نارینه او یوه ښځه ووژل شول او تر ۲۹ پورې ملکیان ژوبل شول او د دايکندي او غور ولایتونو تر منځ پر کرښه د سپټمبر د ۱۲مې په برید کې ۱۴ تنه ووژل شول او څلور نور ژوبل شول چې ټول هزاره ګان او شیعه وګړي وو.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له راپور سره سم، ناچاوده توک لا هم د ملکي او اکثریت وخت د ماشومانو د تلفاتو لامل دي او د دې راپور د دورې پر مهال د دې مهماتو په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ ملکي کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

له دې راپور سره سم، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په وسلوالو شخړو کې هم افغانانو ته ملکي تلفات اوښتي دي.

د پخوانیو چارواکو او نظامیانو نیول او وژل

د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، د طالبانو له لوري د پخوانیو چارواکو او نظامیانو وژل، نیول او له هغوی سره بد چلند دوام لري.

په دې راپور کې ویل شوي چې په دې موده کې یوناما د پخوانیو چارواکو او نظامیانو د قتل لږ تر لږه پنځه موارد، ۱۴ د نیونې او خپلسري زنداني کیدنې موارد او څلور د بد چلند موارد مستند کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي چې دا پېښې د عمومي فرمان نقض دی چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته خپور کړی و.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په پخوانیو راپورونو کې هم د پخوانیو چارواکو او نظامیانو د وژنې، نیونې او شکنجې موارد مستند کړي وو.

بشرپالی وضعیت

انتونیو ګوتریش په خپل نوي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیون وګړي د غذايي ناامنۍ، سوء تغذیې او بې ځایه کېدو په شمول له انساني کړکېچ سره مخ دي.

ده زیاته کړې چې له دې سره-سره یې د ۲۰۲۴ کال پر مهال یې د افغانستان د بشردوستانه ځواب او اړتیاوو د طرحې لپاره د نومبر میاشتې تر یوولسمې نیټې پورې له ۳.۰۶ میلیارد ډالریزې غوښتل شوې بودجې څخه ۳۷.۵ سلنه بودجه تر لاسه کړې او د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي چې د طالبانو محدودیتونه او لاسوهنې په افغانستان کې پر بشرپالي فعالیت اغېز کوي او له دې ډلې یې غوښتي دي چې خپلې لاسوهنې دې ختمې کړي.

ده ټینګار کړی دی چې ملګري ملتونه او شریکان یې د افغانستان خلګو ته د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي دي چې د دې هیواد ملاتړ دوامدار وساتي.

ملګرو ملتونو د روان میلادي کال پر مهال بیا-بیا په افغانستان کې په بشرپالو چارو کې د طالبانو د لاسوهنې خبر ورکړی دی او د دې هیواد خلګو ته د مرستې پر وړاندې کېدو یې د هغو د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

خو ظاهرا لا هم دا لاسوهنې دوام لري او د ملګرو ملتونو له رسمي غوښتنو سره-سره لا هم نه دې دریدلې.