close
Photo: UN

د امنیت شورا غړي: طالبان چې کوم وضعیت غواړي په اوسنۍ تګلاره نه تر لاسه کېږي

اطلاعات روز: د امنیت شورا د دایمي غړو امریکا، بریتانیا او فرانسې په شمول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۴ غړو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د «بشري حقونو سیسټماټیک» نقض پای ته ورسوي او هغه فرمانونه لغو کړي چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي. دې هیوادونو ويلي، طالبان چې کوم وضعیت غواړي، د دوی په اوسنۍ تګلاره نه تر لاسه کېږي.

دا اعلامیه پرون (پنجشنبه، ۲۲ د لیندۍ) د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې له جوړېدلو سره هممهاله خپره شوې او ایکواډور، ګویان، جاپان، مالت، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلووني، سویس، ډنمارک، یونان او پاناما د دې اعلامیې نور لاسلیکوونکي هیوادونه دي.

د امنیت شورا غړو او د اعلامیې لاسلیکوونکو هیوادونو د «ښځو، سولې او امنیت د اصولو» (WPS) لپاره مشترک تعهدات ذکر کړي چې د طالبانو د جنسيتي او سیسټماټیک تبعیض، د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي د زیاتوالي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د دامدار نقض چې ممکن په جنسيتي ځور بدل شي، په تړاو خپله سخته غندنه تکراروي.

دې هیوادونو د طالبانو د فرمانونو او بندیزونو په اړه ويلي: «موږ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره دې د بشري حقونو سیسټماټیک نقض په ځانګړې توګه هغه سیاستونه او تبعیضي تګلارې چې ښځې او نجونې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو محروموي، ختمې او معکوسې کړي. داسې ناوړه ګټې اخیستنې باید پای ته ورسېږي.»

د شورا غړو ټینګار کړی چې طالبان باید د افغانستان ټولو نړیوالو تعهداتو په شمول د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د امنیت شورا ټولو پرېکړه‌لیکونو په ځانګړې توګه د ښځو، سولې او امنیت په تړاو ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک ته درناوی وکړي.

د امنیت شورا غړو همدا راز ويلي چې طالبان کوم وضعیت غواړي، تر هغو نه تر لاسه کېږي چې اوسنۍ تګلارې دوام وکړي.

دې هیوادونو ويلي چې امنیت شورا د ۲۵۹۳ (۲۰۲۱) او ۲۶۸۱ (۲۰۲۳) پرېکړه‌لیکونو له لارې په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو بشپړ، برابر، معنادار او خوندي ګډون د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره ډېر مهم دی.

د امنیت شورا غړو د افغانستان له ښځو غوښتي چې د افغانستان د راتلونکې په تړاو په کلیدي بحثونو کې ګډون وکړي او همدا راز یې ټینګار کړی چې هیوادونه او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) باید د طالبانو او د افغانستان د خلګو په تړاو د منسجمې کړنلارې د ترویج هڅې وکړي.

د امنیت شورا ۱۴ غړو هیوادونو ټینګار کړی چې په ټولو ټولنیزو او د ژوند په عمومي چارو کې د ښځو او نجونو بشپړ، برابر، معنادار او خوندي ګډون اړين دی او «افغان ښځې حق لري چې زده کړې وکړي او غواړي چې په معناداره توګه په اقتصاد او د ټولنې په ټولو برخو کې ونډه واخلي».

دې هیوادونو په اخیر کې ويلي: «موږ له غړو هیوادونو غواړو چې زموږ په اختیار کې له ټولو ابزارو په استفادې له موږ سره یو ځای شي تر څو د ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو بنسټیزو ازادیو او بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړو.»

طالبانو د ښځو او نجونو په شمول د وګړو پر حقونو او ازادیو سخت بندیزونه لګولي دي. اوس مهال ښځې او نجونې له زده کړو، کار کولو او ازاد تګ-راتګ څخه محرومې دي. په عین مهال کې طالبان بشري حقونه غربي فرهنګ بولي او وايي چې د افغانستان د خلګو حقونه تأمین دي.