close
انځور: ټولنیزې رسنۍ

طالبانو د سلفي‌توب له امله د کونړ پوهنتون ۱۲ استادان له دندو ګوښه کړي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې طالبانو په دې ولایت کې د کونړ پوهنتون له شرعیاتو، کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځیو څخه ۱۲ استادان د سلفي‌توب په نوم له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

یوې باورې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي نن (جمعه، ۲۳ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې د دې استادانو له ډلې یې ۸ استادان د شرعیاتو، دوه د ښوونې او روزنې او دوه هم د کرنې پوهنځي اړوند دي.

سرچینه زیاتوي، شاهدالله، عبدالهادي نورستانی، نورالحق، نعمت الله محسن، ضیاءالرحمن، فضل الرحمن صافی، عبداللطیف عابد، عبدالله نوري، حمیدالله او درې نور استادان په ګوښه شویو استادانو کې شامل دي.

د سرچینې په خبره، دا استادان طالبانو د سلفي‌توب له امله له دندو شړلي او تور یې پورې کړی چې سلفیان له داعش ډلې سره همفکره دي او له همدې امله یې له دندو ګوښه کړي.

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو کونړ کې د طالبانو نظر هم واخلو خو ونه توانېدو.

دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کونړ کې په دولتي بستونو کې هم ګڼ مامورین چې د سلفي‌توب تورونه پرې لګول شوي د طالبانو له لوري له ځورونو سره مخامخ دي.