اطلاعات روز: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د درو شل اوریزو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې افغانستان زمبابوې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان او زمبابوې تر منځ دویمه لوبه نن (جمعه،۲۳ د لیندۍ) په هراري کې وشوه چې افغانستان پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره زمبابوې ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري درویش رسولي تر ټولو زیاتې ۵۸ منډې وکړې.
زمبابوې لوبډلې د هدف په تعقیب کې پر ۱۰۳ منډو په اتلسم اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د پنځوسو منډو په توپیر یې افغانستان ته بایلوده.
د افغانستان له لوري د توپ اچونې په برخه کې راشد خان او نوین الحق درې، مجیب الرحمان دوې او عظمت الله عمرزي او فرید احمد یوه-یوه ویکیټ واخیسته.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې لوبه زمبابوې ګټلې وه او ټاکل شوې ده چې افغانستان او زمبابوې به سبا د شل اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کوي.