اطلاعات روز: خوست کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښار کې د ګاز ډبې چاودنې له کبله یوې میرمن او درې ماشومانو ژوند بایللی دی.
خوست کې د طالبانو د ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي، چې دغه پیښه نن (شنبه، ۸ د مرغومي) ماښام د خوست ښار لویدیځ لوري ته د «رسول نواب» په پلازه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې ګاز ډبه په یوه کور کې چاودلې او له امله یې د یوې کورنۍ یوه میرمن، دوه ماشومان او یوه ماشومه مړه شوي دي.
هغه د دې پیښې لامل نه دی څرګند کړی.
ګربز د خوست له ټولو ولسونو غوښتنه کړې، چې د ګاز ډبو، بخاریو او نورو خطر لرونکو توکو په استعمال کې له ډیر احتیاط څخه کار واخلي، ترڅو په راتلونکي کې د دغه ډول پیښو مخنیوی وشي.
د ژمي په رارسیدو سره د هیواد په ډیرو سیمو کې عام خلک د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له ګازي بخاریو کار اخلي، خو د بې پروایي له کبله بیا وخت ناوخت دا ډول پیښې رامنځته کېږي.